تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې واکسیناتورانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۰)

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې ولایت په بېلابېلو سيمو کې د پوليو یا ګوزڼ پر واکسيناتورانو څلور وسلوال بريدونه شوي، چې په کې څلور رضکاران وژل شوي او څلور ټپيان دي.

د ننګرهار والي ضيالحق امرخېل ویلي، لومړى بريد نن سهار شاوخوا  اووه نيمې بجې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې په اړوند سيمه کې پر دوه واکسيناتورانو شوى، چې يو رضاکار په کې وژل شوى او يو  ټپي دى.

دوه یم بريد د سهار پر اته بجو د خوږياڼو ولسوالۍ  په زوړ بازار کې پر واکسيناتورانو شوى، چې په کې يو رضاکار وژل او يو ټپي دى. 

درېيم بريد د سهار پر نهه بجو د جلال آباد ښار په درېيمه ناحيه کې پر واکسيناتورانو برید شوى، چې په کې يو رضاکار  وژل شوى او يو ټپي دى.

څلورم بريد د سهار پر ۹ نيمو بجو د سره رود ولسوالۍ په باولۍ سيمه کې پر واکسيناتورانو شوى، چې يو رضاکار په کې وژل شوى او يو ټپي دى.

د خوږياڼو ولسوالۍ امنيتي سرچينې ويلي؛ وسلوالو طالبانو د چمتلې له سيمې د واکسينو دوه رضاکاران له ځان سره ژوندي بېولي وه؛ خو د بړينې په سيمه کې ترې بېرته تښتيدلي.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي پر واکسيناتورانو د څو بريدونو پخلى کړی؛ خو وايي، د قربانيانو کره شمېر اوس هم تر لاسه شوی ندی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د دې بريدونو مسووليت ندى منلى.

Trending

Exit mobile version