تازه خبرونه

په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۶, ۱۴۰۳

په ننګرهار ولایت کې د یوه کانال د جوړولو کار، چې د جاپان د یوه مرستندویه کارکوونکي تیتسو ناکامورا له خوا پیل شوې وه ترسره او بشپړه شوه.

جاپانی الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې په افغان ټولنه کې کاکا مراد یاد شوی؛ هغه څېره ده، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت او ځمکو خړبولو لپاره ډاډمنې هڅې کړي او نوم یې پر زرین خط لیکل شوی دی.

ډاکټر تیتسو ناکامورا په ننګرهار ولایت کې د شاړو ځمکو د خړوبولو، د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د اوبو دزیرمه کولوو او کانالونو د جوړیدو په برخه کې کارونه کړي دي.

د جاپان د سولې طبي خدمتونو يا PMS  اداري مسوولینو ويلي؛ د ناکامورا له مرګ وروسته ټولې نیمګړې پروژې بشپړې شوې؛ خو فعالیتونه يې اوس هم روان دي، چې تازه يې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د بالا‌کوټ کانال ګټي اخستنې ته سپارلی دی.

نوموړي په ننګرهار کې هغه مهال درې روغتيايي کلينکونه جوړ کړل، چې اوسمهال يې شمېر ۱۰ کلينکونو ته رسېږي.

یاد ډاکټر تر مرګه پورې له ۱۶۰۰ زياتې د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې کيندلي او د خلکو د بې‌وزليو، د ناروغیو د مخنيوي او اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د چاپېريال د زرغونولو هڅې پیل کړې.

نوموړي په ۲۰۰۳ ز. کال کې د کونړ له سينده د ننګرهار کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ ته د يوه ۲۵ کيلومټره کانال (چې وروسته مرواريد ونومول شو) کار پیل کړ، چې سلګونه زره جريبه ځمکه يې خړوبه او زرغونه کړه.

دغه راز وروسته بیا په دې ولسوالۍ کې د ناکامورا پر نوم يو تفریحې پارک او تحقیقاتي فارم جوړ شو، چې پر درې سوه اووه شپېته جریبه ځمکه يې مالټې، لیمو، خرما او نور زینتي نیالګي کېنول.

ناکامورا له لغمان څخه د رالګېدونکیو موسمې بادونو د مخنیوي لپاره څلورنیم کیلومټره شين کمربند جوړ کړ اووه سوه پنځوس زره نیالګي یې په کې کینول او سلګونه بې روزګاره وګړو ته یې د کار زمینه برابره کړه.

له ډاکټر تیتسو ناکامورا سره په دغه کارونو کې بوخت د وخت کارګر يې فعالیتونه ستايي او وایي، چې خپله يې له کارګرو سره وخت ناوخت کار ته اوږه ورکوله او هغوی ته يې د هېواد د ابادولو سپارښتنې کولي.

ناکامورا نه يوازي په کوز کونړ ولسوالۍ کې بلکي په کامه ولسوالۍ کې هم د شاړو ځمکو د آبادولو لپاره د کونړ له څپاند سیند څخه اوبه رابېلې کړې دي.

د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ډاکټر ناکامورا کړنې ستايي او د PMS  مرستندویه ادارې له مسولینو غواړي، چې د ناکامورا لار تقیب او د دغه ولایت پاتې شاړې دښتې، غرونه او رغونه هم زرغون کړي.

د ناکامورا کانال پېنځه کیلومټره اوږدوالی، دوه اتیا زره مټره مکعب اوبه زیرمه کوي.

ډاکټر ناکامورا ته د جمهوري نظام د ولسمشر له لورې تابعیت هم ورکړ شوی و.

ډاکټر تیتسو ناکامورا پر ۲۰۱۹ میلادي کال د جلال‌آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ناڅرګنده وسله‌والو له لورې هغه مهال پر ډزو ووژل شو، چې په خپل موټر کې له دفتره د کار سیمې ته روان و.

تراوسه د هغه د وژل کیدو علت او د قاتلینو هویت ندی څرګند شوی.

د یادونې ده، چې دغه چاپانۍ مرستندویه اداره اوس هم د اوبولو لګولو تر څنګ په روغتیایي، کرنیزو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې هڅې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version