تازه خبرونه
په ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
عبدالبصیر زابلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د مدرسې ښوونکي او زدهکوونکي دي.
د ننګرهار امنيې قومندانۍ وياند ويلي، نن (پنجشنبه) د دې ولايت د دره نور ولسوالۍ په کنډک سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د یوه پخواني ماين د چاودنې له کبله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
عبدالبصیر زابلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د مدرسې ښوونکي او زدهکوونکي دي.عبدالبصیر زابلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د مدرسې ښوونکي او زدهکوونکي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وژل شوي کسان د نورستان ولايت اصلي اوسېدونکي دي، چې کنډک سيمې ته د ديني تعلیماتو او زدهکړې لپاره راروان ول.
