تازه خبرونه

په ننګرهار کې ناڅرګندو وسلوالو ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه (دوشنبه د غویی ۶) د دې ولایت په لعلپوره کې د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې پېنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي؛ تېره شپه نږدې ۱۲بجې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ په سدې سيمه کې وسلوالو د یوه کور مخې ته په دېره کې پر ناستو کسانو ډزې کړي؛ پېنځه کسان یې وژلي او درې ټپيان دي.

امرخېل زیاته کړه چې پېښه د وسلوالو طالبانو د پخواني غړي تفسير نومي په دېره کې رامنځته شوې؛ د نوموړي او ورور په ګډون يې پېنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ضیاالحق امرخېل څرګنده کړې؛ کشفي او امنیتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې د دې پېښې انګیزه وڅيړي او د عاملينو په نیولو کې چټکې هڅې تر سره کړي.

امرخېل پدې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version