Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې پاکستان ته د لسګونه میله وسلو د قاچاق مخنیوی وشو

Published

 on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۱)

د ننګرهار چارواکو ويلي؛ د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې پاکستان ته د څه باندې څلوېښت میله وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

د ننګرهار ولايت د استخباراتو مشر محمد بشير د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه ويلي، چې ځانګړیو ځواکونو په تېرو درې ورځو کې د تورخم په ګډون د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د یادې وسلې د قاچاق مخه نيولې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په نيول شويو وسلو کې ايم ١٦، دهشکه، پيکا او راکټ شته، چې په څلورو موټرو کې لېږدېدې.

د دې وسلو د قاچاق په تور شپږ تنه هم نیول شوي دي.

دا لومړی ځل ندی، چې د ننګرهار چارواکي پاکستان ته د وسلو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکوي.

تازه خبرونه

په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله د استوګنې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ځايي اوسیدونکیو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د بلخ امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي، دغه سیلابونه د پنجشنبې پر ورځ (د وري درېیمه) د دغه ولايت په زارع ولسوالۍ کې راوتلي وه.

وزيري زیاته کړې، دغو کورونو ته څېرمه شاوخوا درې زره جريبه کرنيزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې او د ځايي اوسیدونکیو سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

محمد آصف وزیري د دغو سیلابونو له کبله د اوښتو ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو وړاندویېنه کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي الجزیزې ته په یوه لیکنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي؛ ځکه د افغانستان دیني او فرهنګي حساسیتونه محتاطانه چلند ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې لیکنې په یوه برخه کې څرګندوي؛ د عصري اړیکو نړیوال ماهیت پدې معنا دی، چې ټول دولتي لوبغاړي باید له یو بل سره په همغږۍ او سوله کې ژوند وکړي. دا ډول اړیکې باید د مساواتو، متقابل احترام او همکارۍ د نه بدلیدونکیو اصولو پربنسټ وي.

د امیرخان متقي په مقاله کې راغلي، چې اسلامي امارت د خبرو او افکارو پر تبادله باور لري؛ خو دا عمل باید دواړه لوري تر سره کړي.

نوموړي لیکلي؛ مونږ د سیاسي یا اقتصادي فشارونو څخه په پاکه فضا کې د عملي حل موندلو او د غلط فهمیو د حل کولو په هدف په خبرو اترو او د نظرونو پر تبادله باور لرو.

د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې؛ هر هغه حکومت، چې دغو حساسیتونو ته په پام انډول نه وي ساتلی بالاخره له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. لنډمهالی حکومت چمتو دی، چې د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره یو ځل بیا نړۍ ته د مثبت تعامل لاس ورکړي.

امیر خان متقي په خپله مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران اصلي لامل د امریکا لخوا بانکي بندیزونه دي.

هغه ټینګار کړی، چې بندیزونه او فشارونه اختلافات نه حلوي، بلکې متقابل اعتماد به په دې لاره کې رغنده کار وکړی .

نوموړی په ډاګه کړي؛ د روان اقتصادي بحران اصلي لاملونه د امریکا لخوا د بندیزونو لګول او بانکي محدودیتونه دي او دا د بشري ناورین د حل لپاره زمونږ هڅې ځنډوي. یوازنۍ لاره، چې د افغانانو عزت ته باید په کې درناوی وشي؛ ټول بندیزونه او سوداګریز محدودیتونه باید لرې شي او امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزادې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغان ټولنه کې یووالی او همغږي د پخوا پر پرتله پیاوړې ده. د اسلامي امارت بهرنی سیاست به د متوازنې او خپلواکې کړنلارې پر بنسټ ولاړ وي، چې د نړیوالو او سیمه ییزو رقابتونو د ټکر مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ هېوادونو تل له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو لپاره بشري حقونو ته درناوى او د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو لرې کول مهم شرطونه وړاندې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ځانګړیو ځواکونو لومړۍ دوره د ملي دفاع د وزیر په حضور کې فارغه شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن (پنجشنبه د وري درېیمه) خبر ورکړ، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ تنه مجاهدین له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زده‌کړو وروسته په یو لړ شانداره مراسمو کې فارغ شول.

د فراغت دغه مراسم د ملي دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې ترسره شول.

د ملي دفاع وزیر مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي: ستاسې دغه ستړیاوې او تکلیفونه د یو لوی مقصد لپاره دي. هغه دا، چې د ګران هېواد پر پاکه خاوره شرعي نظام نافذ کړو او د اسلامي نظام پر وړاندې، چې هرڅوک بغاوت کوي؛ تاسې به یې مقابله کوئ.

محمد یعقوب د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې داسې ډاډ څرګند کړ: ولس ته وایم، چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او مونږ هېچاته اجازه نه ورکوو، چې ستاسې خوشحالي در څخه واخلي. تر هغې، چې ژوندي یوو د ولس ساتنه به کوو.

دغه راز د ځانګړې قطعې مرستيال مولوي مختار احمد عمري هم له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به له دې هم پیاوړی او قوي ځواک د اسلامي نظام او د هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره وروزو.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!