تازه خبرونه
په نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغللي: پرون د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د «داعشي فتنهګرو» او د «شروفساد» د عناصرو څو وسلوالې ډلې د پاکستاني ملیشو پر ملاتړ او هڅونه؛ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان خاورې ته رالېږل شوې وې، چې «شرارت» جوړ او ناامني رامنځته کړي.
د افغانستان دفاع وزارت ويلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې عملیات کړي، چې دغه وزارت یې «دښمن عناصر» بولي.
د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغللي: پرون د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د «داعشي فتنهګرو» او د «شروفساد» د عناصرو څو وسلوالې ډلې د پاکستاني ملیشو پر ملاتړ او هڅونه؛ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان خاورې ته رالېږل شوې وې، چې «شرارت» جوړ او ناامني رامنځته کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ افغان ځواکونو د دغو ډلو د خوځښتونو له پېژندلو وروسته عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې ۲۸ وسلوال ووژل شول او ۳۲ نور ونیول شول.
دفاع وزارت زیاته کړې، چې یو شمېر پاتې وسلوال له نښتې پرته د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته تښتېدلي دي.
دغه وزارت څرګنده کړې، چې په دغو کسانو کې پاکستاني وسلهوال، د وسلهوالو ډلو پخواني غړي او داعشیان هم ول؛ خو د نښتې له پیل وروسته یې له جګړې شاتګ کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت زیاته کړې؛ په دې پېښه کې یو شمېر ښکېل کسان د افغانستان د تېر نظام د امنیتي ځواکونو پخواني غړي وه.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ هغوی له پاکستان څخه د پناه ورکولو او کاري فرصتونو ژمنې ترلاسه کړې وې، خو روزنیزو مرکزونو ته له لېږدولو پوځي روزنې وروسته نورستان ته واستول شول.
دغه راز دفاع وزارت پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د هڅو پر ملاتړ تورن کړی او څرګندوي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد او خلکو د ژغورنې د هر ډول ګواښ پر وړاندې ودرېږي.
دغه وزارت له هغو افغان ځوانانو او پخوانیو سرتېرو، چې د پاکستان د وسلهوالو ډلو او استخباراتي کړیو په لومو کې لوېدلي؛ غوښتي، چې« له دغو ډلو سره له همکارۍ ډډه وکړي او له بدو پایلو سره له مخ کېدا مخکې ځانونه امنیتي ځواکونو ته وسپاري.»