تازه خبرونه
په نورستان کې سیلابونو ۶۰ کسان مړه کړي او لسګونه نور ورک دي
د چهار شنبې پر شپه د نورستان ولایت په مهردېش کلي کې د سیلابونو د راوتلو له کبله له ۶۰ ډېر کسان مړه او په لسګونه نور ورک او اوبو وړي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، تېره شپه د نورستان د کامدیش ولسوالۍ په مهردیش کلي کې سیلابونه راوتلي، چې له کبله یې کلی په بشپړ ډول له منځه وړی او له ۶۰ ډېر کلیوال مړه شوي او لسګونه نور بیا سیلابونه وړي دي.
حافط عبدالقیوم ویلي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته د ننوتلو توان نلري؛ ځکه، چې سیمه دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ځایي خلک توانیدلي یو شمېر کلیوال وژغوري.
دغه راز د نورستان د ولایتي شورا مشر سعدالله پاینده زوی ویلي، چې سیلابونو لږ تر لږه ۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسان سیلاب وړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ ځايي خلکو د ۴۰ کسانو جسدونه پیداکړي او یو شمیر کسان اوس هم ورک دي، چې پلټنه یې روانه ده.
پاینده زوی وايي: شونې ده، چې ځاني زیانونه له ۲۰۰ هم ډېر شي.
هغه له مرکزي او ولایتي ادارې او مرستندویه ادارو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
د طبیعي پیښو پروړاندې د مبارزې وزارت ویلي، چې د سیلابونو لږ تر لږه ۶۰ کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، دا لومړني معلومات دی او د زیانونو شمېر کېدای شي ډېر شي.
د نورستان د ولایتي شورا غړیو ویلي سږنیو سیلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون په کامدیش ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۳۰ کسان مړه کړي او تر دې دمه یې ۴۰ مړي ترلاسه شوي دي.
دوی دا هم ویلي، چې نه یوازې لسګونه کورونه، بلکې پراخې ځمکې یې هم ویجاړې شوې دي.
د یادونې ده، چې نورستان یو غرنی او ځنګلي ولایت دی، چې هر کال د سیلابونو له خطر سره مخ وي؛ خو سږکال سیلابونو ځایي خلک ځاني او مالي اغېزمن کړي دي.
