سوداگري
په نیمروز بندر کې د بې کیفیته تېلو ۲۶ تانکرونه بېرته ایران ته مسترد شول

په نیمروز ولایت کې د بې کیفیته تېلو(ډیزل) ۲۶ ټانکرونه، چې اړوند معیارونه یې پوره نه ول؛ د ملي ستندرد ادارې لخوا بېرته ایران ته مسترد شول.
په نیمروز ولایت کې د ستندرد ملي ادارې د تېلو دغه تانکرونه د لابراتوار له ازموینې وروسته، چې پایله یې منفي ثابته شوه؛ بېرته ایران ته ولېږدول.
په دې وروستيو کې د ملي ستندرد ادارې پر کلک هوډ او نیت د بې کيفيته نفتي توکو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د دې ادارې مسوولين له ټولو درنو سوداګرو غواړي، چې هېواد ته بې کيفيته توکي راوارد نکړي. که نه؛ نو له ستونزو سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د ملي ستندرد ادارې څو ځلې د هېواد په بندرونو کې د بې کيفيته تېلو لېږد رالېږد مسترد کړى دى.
سوداگري
د اړتیا وړ خوراکي توکو ګمرکي محصول ۷۰ سلنه راټیټ شوی

د مالیې وزارت ويلي، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې په تېر لمریز لېږدیز کال کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۵۰ څخه تر ۷۰ سلنې راټیټ شوی دی.
دې وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې د دې پرېکړې په پایله کې سږ کال د ۶ اعشاریه ۷ میلیون افغانیو پر ارزښت ګمرکي محصول کم شوی دی.
په سيمه ييزو بازارونو کې پر خوراکي توکو؛ اوړو، غنمو، غوړيو، وريجو او بورې د ګمرکي محصول د کمولو پرېکړه د بيو د راټيټوالو لپاره رامنځته شوې ده.
سوداگري
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندور ولایت د سوداګرۍ او صنعت ریاست مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې تولیدي شرکتونو ته د جواز د ورکړې او تمدید له کبله څه باندې ۱۲ میلیون افغانۍ عواید تر لاسه شوي.
د کندوز ښاروالۍ مسوولینو ويلي، په تېرو یوولس میاشتو کې د عوایدو له بېلا بېلو ادارو څخه ۱۲۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال پر پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د کندوز ښاروالۍ ویاند تاج الدین صحاک ویلي؛ په تېرو یوولس میاشتو کې د صفایۍ محصول، د کار جواز وېش، ګمرکي تعرفو او د جایدادونو د کرايې له درکه یې ۱۲۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي، چې د ښار جوړونې پر چارو لګول شوي دي.
د کندوز د سوداګرۍ او صنعت رییس محمد رحیم سیرت رییس هم وايي؛ د ۳۰۳ تولیدي شرکتونو لپاره د جواز تمدیدولو او ۱۳۰ شرکتونو ته د جواز له ورکولو د دوی په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی .
د تولیدي شرکتونو خاوندان د بازار د نشتوالي له کبله د خپلو تولیداتو له کموالي شکایت کوي او په دې برخه کې د حکومت له لوري د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کوي.
دوی ویلي؛ په تېر کې یې له هېواد څخه بهر ته صادرات درلودل، خو دا مهال یې صادرات کم شوي دي.
د کندوز سیمهییز مسوولینو څرګنده کړې؛ دوی د سوداګر و او پانګوالو لپاره د اسانتیا د برابرولو لپاره تل هڅه کړې او تمه ده، چې په راتلونکي کال کې به د تولیدي شرکتونو لپاره له هېواده بهر د بازار موندنې په برخه کې لازمې هڅې وکړي.
سوداگري
د اسلامي امارت مشرتابه د ګمرکونو له مسوولینو سره وکتل

د اسلامي امارت د مالیې وزارت ويلي، چې د هېواد د رهبرۍ پلاوي مشرتابه د مالیې وزارت د ګمرکونو له مسوولینو سره وکتل.
لومړی د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال او د دغه وزارت د ګمرکونو عمومي رییس د خپلو کارونو په اړه د وزارت ټول بشپړ راپور وړاندې کړ او هم یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې شیخ هبة الله آخوندزاده راغلی پلاوي ورسپارل شویو مسوولیتونو ته متوجه کړ.
همدا راز یې د اسلامي حاکمیت د ښه خدمت، له خلکو سره د ښه چلند، سوداګرو او نورو اړوندو څانګو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
-
روغتيا1 day ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
تحول5 days ago
تحول: کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي کاري سفر
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي
-
تازه خبرونه2 days ago
بي بي سي پارسي رادیو له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بندیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران په شمال لویدیځ کې ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۵ کسان ټپیان کړل
-
څار5 days ago
څار: د افغان نجونو د زدهکړې پر پیل د یوناما پرلپسې ټینګار
-
نړۍ3 days ago
د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن