نړۍ
په نیویارک ایالت کې یوه وسلوال ۱۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
یوه ۱۸ کلن سپین پوستي وسلوال د شنبې پر ورځ د نیویارک ایالت اړوند د تور پوستو په یوه پلورنځي کې ۱۰ کسان پر ډزو وژلي او درې نور ټپیان دي.
چارواکو دا پېښه افراطي تشدد نومولی، چې پر تورپوستو امریکایانو تر سره شوی دی.
د دغه ښار د پولیسو د څرګندونو له مکخې؛ بریدګر پر وسلو سمبال و او له تاکتیکي وسایل هم برخمن و. نظامي خولۍ یې هم پر سر وه او پخپلې خولۍ کې یې کمره نصب کړې وه، چې دا پېښه انلاین هم خپره کړي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له ۱۳ زیانمنو کسانو څخه ۱۱ یې تور پوستي وه او دوه نور سپین توکمي امریکایان ول.
د رویټرز د راپور له مخې، د وژل شوي توکمیز توپیر روښانه ندی.
اړوند مسوولینو د نیول شوي شکمن کس نوم کانکلین پیټون ګینډرون یاد کړی، چې د پنسلوانیا پولې ته نږدې د سویلي ټیر سیمې اوسېدونکی دی.
دا لومړی ځل ندی، چې یو سپین پوستی امریکایي آفریقایي الااصله امریکایان وژني. په ۲۰۲۱ کال کې هم د کلوراډو ایالت په یوه پلورنځي کې ۱۰ کسان پر ډزو وژل شوي وه.