د هوا حالاتو بدلونونه

په نیپال کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له کبله ۱۱ کسان مړه شول

د نیپال په لویدیځ او د دغه هېواد په پلازمېنه کتمندو کې د نورو سمندرونو د اوبو کچه هم لوړه شوې ده.

Published

on

د نیپال چارواکو ویلي، په تېرو ۳۶ ساعتونو کې د سختو بارانونو له کبله ځمکې ښویېدنې او سیلابونو لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه کړي او لویې لارې او سړکونه تړل شوي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پولیسو ویاند دان بهادر کرکي اعلان کړی، چې اته نور کسان سیلابونو ډوب کړي یا د ځمکې ښویېدنې له کبله بې ځایه شوي دي. ۱۲ نور ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي بید راج فویال ویلي؛ د نیپال د جنوبي برخې په کوشي سیند کې د اوبو کچه، چې نږدې هر کال د هند په بهار ایالت کې د سیلابونو لامل کېږي، دوه برابره شوې ده.

د نیپال په لویدیځ او د دغه هېواد په پلازمېنه کتمندو کې د نورو سمندرونو د اوبو کچه هم لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جون له نیمايي راپدیخوا په نیپال کې د ځمکې ښویېدو، سېلابونو او برښنا له کبله ۵۰ کسان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version