Connect with us

تازه خبرونه

په هالنډ کې د افغانستان سفارت له بهرنیو چارو وزارت سره تعامل لري

خپور شوی

د

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره د قونسلګرۍ د خدمتونو په اړه تعامل لري.

په اعلامیه کې راغلي: په هالند کې د افغانستان سفارت خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د خپل ګران هېواد استازیتوب کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د هېوادوالو د ستونزو د حل او قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړیکې لري او په عادي ډول په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه استوي.

تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت په اسلام‌آباد کې رامنځته شوې چاودنه وغندله

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌ شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې رامنځته شوې چاودنه او د واڼه د اړوند سیمې پر یوه تعلیمي مرکز برید، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول؛ غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌ شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او قزاقستان بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ

په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.

Published

on

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان له بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشریبایوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.

امیر خان متقي د افغانستان له خلکو سره د قزاقستان له پرله‌پسې مرستو او ملاتړ د ستاینې تر څنګ څرګنده کړه؛ سږ کال له قزاقستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو دوه جوپې رالېږل شوي، چې ۳.۷ زره ټنه وزن لري.

دواړو خواوو د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کانونو او ډیجیټل ټکنالوژیو په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو ټینګار کړی او د سیاسي خبرو د دوام او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د غیر عملي موضوعاتو پر راپورته کولو د استانبول خبرې بې پایلې کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان د غیر واقعي او غیر عملي مسلو پر راپورته کولو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې کړل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

محمد نعیم زیاته کړې؛ دا چلند ښیي، چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د مذاکراتو پر دوام او د متقابلې همغږۍ له لارې د ستونزو حل غواړي؛ خو د پاکستان داخلي ننګونې پر افغانستان تپل “غیر منطقي او د نه منلو وړ” ګڼي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!