تازه خبرونه

په هانک کانګ کې د کرونا ویرو س د خوریدا له کبله پارلمانې ټاکنې وخنډیدې

Published

on

د هانک کانګ حکومت پارلماني ټاکنې، چې ټاکل شوې وه د روان کال په سپتمبر میاشت کې تر سره شي؛ د کرونا ویروس د ودې او خوریدا له کبله یو کال وځنډیدې.

هانګ کانګ اوسمهال د کرونا ویروس د پراخې خپریدا په حال کې دی او د جمعې پر ورځ په هانکانګ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۱۲۱نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دی.

د بي بي سي د راپور له مخې؛ د هانک کانګ د حکومت مخالفانو د ټاکنو ځنډول غندلي او څرګندويو چې حکومت غواړي د کرونا ویروس په کارولو له رای ورکولو  بې برخې کړي.

د هانک کانګ حکومت د پنجشنبې پر ورځ د دیموکراسۍ پلوه ۱۲ نوماندانو پر ټاکنیزو هڅو بندیز ولګاوه.

په پرلپسې توګه د لسمې ورځې لپاره هانک کانګ په یوه ورځ کې د کرونا ویروس له ۱۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبتوي.

یاد راپور د روغتیایي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې پر ټولنیزو سفرونو له بندیدو سره به پدې هېواد کې د کرونا ویروس د خپریدا  کمیدو ته تمه رامنځته شي او له څلور څخه تر شپږ اوونیو کې به د کورونا ویروس د ناروغانو شمېر صفر ته نږدې شي.

هانک کانګ د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره نوي او سخت بندیزونه معرفي کړي ، چې له مخې یې له دوه څخه د زیاتو کسانو راټولیدل منع دي.

تر دې دمه په هانک کانګ کې ۳۲۷۲ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي، چې ۲۱ یې مړه او ۱۷۵۱ ترې رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version