سیمه ییز خبرونه
په هرات كې د اداري فساد په وړاندې مبارزه د اندېښنې وړ ده
د هرات والي وايي، چې:
له اداري فساد سره د مبارزې زياتره بنسټونه له فساد سره د مبارزې په ځاى د سياسي او فكري غچ اخيستنو په هڅه كې دي.
د هغه په وينا:
اداري فساد هغه ستونزه ده، چې د دولت ستنې خاموي. دولتي مامورين زر او يا هم د دوه زرو افغانيو په تور بندي كيږي؛ خو هغه كسان، چې ميليونونه دالر يې اختلاس كړي، په غلاوو او د ځمكو په غصب كې لاس لري، ازاد گرزي.
په داسې حال كې، چې افغان دولت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې چټكې كړي، د هرات والي داود صبا وايي، چې:
اداري فساد حكومت له سختو ستونزو سره مخامخ كړى دى. كه د اداري فساد له عاملينو سره جدي مبارزه ونه شي؛ نو كيداى شي حكومت له نه جبران كيدونكيو ستونزو سره مخ كړي.
په داسې حال كې، چې په لويديځو ولايتونو كې افغان ځواكونو ته د مسووليتونو د ليږد درېيم پړاو پيل شو، خو د هرات والي ټينگار كوي، چې كه له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، د امنيتي مسووليتونو د ليږد په برخه كې به له سختو ستونزو سره مخ شي.
ښاغلي صبا له اداري فساد سره د مبارزې روانه پروسه د اندېښنې وړبولي او زياتوي، چې افغانان له هغو كسانو سره د قانوني چلند په تمه دي، چې په غلاوو او اختلاسونو كې لاس لري.
سیمه ییز خبرونه
د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوهیم پړاو به د سېشنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه ورکړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د اسلامي امارت سفير د ابوظبۍ د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره وکتل
په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير بدرالدين حقاني په ابوظبۍ کې د اتحاد ملي هوايي شرکت له پلاوي سره، چې مشري يې راحيل صديق کوله؛ ليدنه وکړه.
په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اتحاد شرکت مسوولانو ويلي؛ دا شرکت اوس د نړۍ ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ټينګار يې کړی، چې د کابل– ابوظبۍ الوتنو پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا تر څنګ، له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پراختيا کې هم اغېزمن رول ولوبوي.
ویل کیږي، چې بدرالدين حقاني د دغو الوتنو له پيل هرکلی وکړ او د مسافرو لپاره يې د هر اړخيزو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د ټکټونو د بيو او د سفر اړوند لګښتونو د کمولو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه5 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه2 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
سوداگري23 hours agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
لوبی23 hours agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه21 hours agoد منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه1 day agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي

