سیمه ییز خبرونه

په هرات كې” سل كلن مطبوعات”نومى نندارتون جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هرات ښار كې د سې شنبې په ورځ(د زمري ۲۹) د ” سل كلن مطبوعات” په نوم يو لوى نندارتون جوړ او پرانستل شو.

په دې نندارتون كې د شاهي دورې پر چاپي خپرونو سربېره د داود خان، خلقيانو، پرچميانو، مجاهدينو، طالبانو د مهال او د نوې دورې ورځپاڼې، اوونيزې، مياشتنۍ او مهالنۍ نندارۍ ته وړاندې شوې دي.

په هرات كې د دغه نندارتون جوړوونكى نوراحمدكريمي وايي، چې:

په دې نندارتون كې د هرات د خپرونو څه نا څه درې سوه، د مجاهدينو د وخت سل او د مهاجرينو له ۷۵  ډېرې خپرونې هېوادوالو ته د نندارې لپاره كيښودل شوې دي.

په دې نندارتون كې د اتفاق اسلام پخوانۍ ورځپاڼه، چې په لومړي ځل يې د عبدالله قانع هروي په مديريت خپرونې پيل كړي او تر دې دمه له څنډ پرته خپرونې كوي هم نندارې ته وړاندې شوې ده.

په دې نندارتون كې د هغو كسانو انځورونه هم كيښودل شوي، چې د هرات د چاپي خپرونو مسووليت او مديريت يې په غاړه و او دى.

د دغه نندارتون ليدونكي وايي، په دې نندارتون كې كولى شو، چې نه يوازې د پخوانيو چاپي خپرونو له لرغونتوب خبر شو، بلكې د ارزښت وړ يې هم وگڼو.

سل كاله له مطبوعاتو سره نندارتون په داسې حال كې جوړ شوى، چې چاپي خپرونې اوس هم له ستونزو سره مخ دي.

هرات ولايت په دې لرغونتوب يوازې يوه خپرونه لري او هغه هم دولتي ارزښتونه پرلپسې خپروي.

په هرات كې ډېرې لږ داسې چاپي خپرونې لرو، چې د خپرونو بهير يې له ځنډ پرته روان ساتل شوى وي.

اقتصادي ستونزې او د موخو ټاكلو سمې پرېكړې هغه ستونزې دي، چې چاپي رسنۍ ورسره تل مخ شوې دي.

Trending

Exit mobile version