تازه خبرونه
په هرات ولایت کې سیلابونو ۲۲ کسان مړه کړي
سیمه ییزو چارواکو د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په هرات ولایت کې د سیلابونو د راوتلو له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان په ادرسکن او ۱۰ نور په اوبه ولسوالیو کې مړه شوي دي.
دغه سېلابونه د ادرسکن ولسوالۍ په روخې کلي کې راوتلی، چې په کې ۵ نرینه، څلور ماشومان او یوه میرمن مړه شوي او سلګونه څاروي له منځه تلي دي.
چارواکو ویلي، چې اړوند چارواکو زیانمنو ته مرستې رسولې دي.
دغه راز د هرات ولایت په نورو ولسوالیو کې هم سیلابونو کروندو او کورونو ته سخت زیان اړولی دی.
د هرات ولایتي چارواکو د سپارښتنې له مخې د دوشنبې پر ورځ د زیانمنوسیمو د مدیریت کمېټه جوړه شوه او د دې ولایت د والي تر څارنې لاندې د شپې تر ناوخته اړوند وضعیت وارزاوه او د رامنځته شوي ناورین پر مدیریت کار روان ساتل شوی دی.
ټولې ولسوالۍ وڅېړل شوې او د اوسیدونکیو زیانونه وارزول شول.
چارواکو ویلي، چې قربانیانو ته د مرستې د وېش چارې ځانګړې شوي او په اړه یې اړین ګامونه هم پورته شول.
د دوشنبې پر ورځ د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په شباشک کلي کې هم د سیلابونو له کبله لږ تر لږه درې تنه مړه شوي دي.