Connect with us

سوداگري

په هرات کې درې تولیدی کارخونې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د نږدې لس میلیون امریکایي ډالرو پر لګښت درې ولایتي کارخونې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

دا کارخونې تېره ورځ د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې خصوصي سکتور پر پانګونه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د هرات ولایت والي سید عبدالوحید قتالي، د خلکو استازي محمد رضا خشک او یو شمېرملي کسبګرو او سوداګرو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دغو کارخونو له پرانستې سره له ۵۰۰ دېرو کسانو ته کاري زمینه برابره شوې، چې ډېري یې میرمنې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حمیدالله خادم ویلي: له نویو تولیدي کارخونو  سره سلګونه خلکو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د یادونې ده، چې له ۴۰۰۰۰ څخه ډېر خلک دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي په نږدې ۳۰۰ تولیدي کارخونو کې کار کوي.

سوداگري

يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي

د سیف الدین لټون د څرګندونو له مخې؛ دا سوداګر به د پریان ولسوالۍ په ۲۲ مربع کیلومټره ساحه کې د اوسپنې پر کان‌کېندنه پانګونه وکړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشیر ولایتي ادارې ویاند سیف الدین لټون ويلي؛ یو افغان سوداګر چمتو دی، چې د ولایت د اوسپنې کانونه په معیاري او تخنیکي ډول له ۳ څخه تر ۱۲ میلیون ډالرو پر پانګونه استخراج کړي.

د سیف الدین لټون د څرګندونو له مخې؛ دا سوداګر به د پریان ولسوالۍ په ۲۲ مربع کیلومټره ساحه کې د اوسپنې پر کان‌کېندنه پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې پروژې تړون د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ لخوا منظور شوی دی.

د کانونو پر استخراج سربېره دا سوداګر په همدې ولایت د اوسپنې د پروسس چارې ترسره کوي، چې ورسره نور اضافي ارزښت هم رامنځته کړي.

لټون روښانه کړه، چې په لومړي پړاو کې به شرکت د شپږ میاشتو په اوږدو کې د زیرمو د اکتشاف پروګرام پیل کړي، چې ورسره به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. کله، چې دا پړاو بشپړه شي ورسره سم د استخراج رسمي بهیر پیل کیږي.

Continue Reading

سوداگري

د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو

دا نندارتون د دوشنبې پر ورځ پیل کیږي او پېنځه ورځې به روان وي.

Published

on

(Last Updated On: )

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتي وړتیاوو په اووم نړیوال نندارتون( ایران ایکسپو) کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته سفر وکړ.

دا نندارتون د دوشنبې پر ورځ پیل کیږي او پېنځه ورځې به روان وي.
تمه ده، چې له ۱۰۰ څخه د ډېرو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي او سوداګر به په دې نندارتون کې برخه واخلي.
د کرنې مرستیال هیله لري، چې دا سفر به د سوداګریزو تعاملاتو د ودې لپاره لار اواره کړي او هېواد ته به ډېرې پانګونې راجلب کړي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې

دا خبرې اترې کابل ته د ډار له وروستي سفر وروسته وشوې؛ هغه له افغان چارواکو سره د ازبکستان-افغانستان- پاکستان د اوسپن‌پټلۍ د پلان شوې پروژې په اړه خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې پر ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان ـ ټرانس- اوسپنې‌پټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړې.

دا خبرې اترې کابل ته د ډار له وروستي سفر وروسته وشوې؛ هغه له افغان چارواکو سره د ازبکستان-افغانستان- پاکستان د اوسپن‌پټلۍ د پلان شوې پروژې په اړه خبرې وکړې.

درې واړو ګاونډ هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د افغانستان له لارې د ۵۷۳ کیلومټره اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې په وچه کې بند منځنۍ آسیا به د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت ۴.۸ میلیارډ ډالر دی او هدف یې د سیمه‌ییزې اقتصادي اړیکې پیاوړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ډار هیله څرګنده کړې، چې درې واړه هېوادونه به ډېر ژر د دې مهمې سیمه‌ییزې پروژې لپاره یو چوکاټي تړون لاسلیک کړي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي، د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او اوسنیو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسلو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

دا په داسې حال کې دهو چې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې‌پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ازبکستان ته په سفر کې د حیرتان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلۍ د عملیاتو او ساتنې قرارداد د سوګدیانا ټرانس سره د دوه نورو کلونو( د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ ) لپاره وغځاوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!