سیمه ییز خبرونه
په هرات کې دوه چاودنو ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

بلخ @ps
په بلخ کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي

د بلخ امنیتي چارواکو ويلي؛ د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي پر مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري څرګنده کړې، دغه کورنۍ د جمعې پر شپه (د سلواغې ۱۴ ) پر مرموز ډول وژل شوې ده.
د محمد آصف وزيري د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې په قربانيانو کې ماشومان او ښځې هم شته دی.
آصف وزیری وايي، تر اوسه د دې وژنې لامل او انګېزه نده څرګنده؛ خو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
سیمه ییز خبرونه
په ننګرهار ولايت کې د ليتيم ډبرو د قاچاق پر تور پېنځه کسان ونيول شول

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویلي؛ تېره ورځ (شنبه د سلواغې لومړۍ ) د شاوخوا زر ټنو تخته پت یا لیتیم ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه، چې له نورستان او کونړ ولایتونو څخه ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې له قاچاق وړونکیو څخه یې ۳۰۰ ټنه لیتیم په رسمي ډول د کانونو او پترولیم وزارت ته سپارلي او شاوخوا ۷۰۰ ټنه یې په کونړ ولایت کې له لاسوهنې لرې وساتل.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې قضیې په تړاو یو شمېر کورني او بهرني قاچاق کوونکي د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي هم دي.
د ملي امنيت د اوپراتيفي چارو ریيس داکتر بشير پرون په ننګرهار ولايت کې يوې خبري ناستې ته څرګنده کړې، چې له دغو قيمتي ډبرو څخه شاوخوا درې سوه ټنه په ننګرهار او پاتې نور يې په کونړ کې کشف او ترلاسه شوي دي.
هغه په دې اړه ويلي: مونږ ته معلومه شوه، چې د دغو قيمتي ډبرو د قاچاق پلان شته، چې تړون نلري او په پټه استخراج کېږي. له همدې کبله مو د اصلي عاملينو د نيولو په موخه جلالآباد ښار ته د رسېدو چانس ورکړ. پېنځه کسان نيول شوي؛ دوه چینایي قاچاق وړونکي او درې نور افغانان دي، چې د دوی همکاران ول او پېرودل یې ترسره کول.
لیتیم یو نادر فلز دی، چې ډېري وختونه په عصري تیکنالوژیو؛ د سمارت فون بیتریو، برښنایي موټرو، کمپیوټرونو او ډرونونو کې کارول کیږي.
چارواکي زیاتوي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د هېواد د قیمتي ډبرو قاچاق او غیر قانوني لېږد منع شوی دی.
سوداگري
د تېر پر پرتله د ننګرهار ګمرک عواید ۳۰ سلنه ډېر شوي – چارواکي

په ننګرهارولایت کې د ګمرک او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ولس ته د حساب ورکونې په خبرې ناسته څرګنده کړې، چې د تېر پر پرتله يي په عوايدو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلي دي.
د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ ریاست پر نوښت جوړه شوې دوهیمه خبري ناسته کې د ګمرک او صنعت او سوداګرۍ ریاست په دې ناسته کې د ننګرهار ګمرک ریيس ولس ته د څرګندونو پر مهال څرګنده کړه؛ د تېر پر پرتله يې اوسني عواید اووه سوه پېنځه اتیا ميلیون افغانیو ته رسېدلي، چې کابو دېرش سلنه لوړ شوي دي.
نوموړي يې لامل د فساد، عوایدو د تېښتې مخنیوی او له پخوا د صادراتو او وارداتو د کچه زیاتوالي بولي.
د ننګرهار ګمرک رییس مولوي عبدالهادي ابرار وايي: عواید يې د تېر پر پرتله دېرش سلنه زیات شوي او د فساد د مخنيوي ترڅنګ يې سوداګرو ته بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
نوموړي همدراز په ګمرک او تورخم کې سوداګرو ته د تېر پر پرتله د اسنتیاوي د رامنځته کیدو خبره هم وکړه او زیاته کړې یې ده، چې د تېر پر څير یو ځل بیا د سوداګرۍ له اړخه د ننګرهار ګمرک لومړي مقام ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د سردارمحمد داود خان د پلان له مخې به د تورخم ښارګوټی به د ډکې اړوند سیمې ته راولیږدوي او په تورخم کې به هم د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره تاسیسات جوړکړي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي عبدالبصیر پاچا هم د تېر کال پر پرتله د سږني کال په نهو میاشتو کې د عوایدو د دوه برابره زیاتوالي خبره کوي او وایي، چې روان کال کې د سوداګرو ګڼو ستونزو ته رسیدنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په دې ولایت کې اته نویو کارخونو فعالیت پیل کړی او تردې دمه پنځوس اعشاریه درې میلون و اووه سوه دېرش زره اته سوه افغانۍ راڼه عواید راټول شوي، چې د تېر کال پر پرته د سږني کال عواید يي په نهو میاشتو کې دوه برابره زیات شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د دې ولایت په صعنتي ښارګوټي او ښار کې ۳۵۰ وړې او غټي تولیدي کارخونې فعاله دي، چې اته زره کسان په کې کار کوي. د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو همدراز څرګنده کړې، چې په روان کال کې د ګڼو پانګوالو جوازونه ثبت او راجستر شوي هم دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه
-
لوبی4 days ago
آریانا تلویزیون د افغانستان فتسال غوره لیګ سیالۍ خپروي
-
سوداگري4 days ago
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
هالندي ځواکونه په افغانستان کې له یوه بریده ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکوي
-
سوداگري5 days ago
ایران په افغانستان کې د سوداګریزې پانګونې په لټه کې دی
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغان بندیان آزاد شول – د افغانستان سفارت
-
تازه خبرونه5 days ago
د امریکا استازي او پاکستانيو چارواکو د اسلامي امارت د ښځینهوو پر بندیزونو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
د ټیټ کیفیت څلور تانکره دیزل بېرته ایران ته وروګرزول شول