تازه خبرونه

په هرات کې د تاپي پروژې کار راتلونکی کال پیل کیږي

Published

on

د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د پنجشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۳) څرګنده کړه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (تاپي) نللیکې پروژې کار به په راتلونکي میلادي کال کې پیل شي.

چخانسوري ویلي: له نېکه مرغه  د تاپي پروژې ټولې اداري، تخنیکي او قانوني ستونزې حل شوي او د دې پروژې عملي کار به راتلونکي کال په هرات ولایت کې پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ یو بله پروژه د ګازنللیکې ده، چې د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ۹۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو کار به یې په راتلونکیو درې میاشتو کې پیل شي.

چخانسوري ویلي: هغه ګاز، چې له دې شبکې څخه به له شبرغانه مزار شریف ته انتقالیږي د ۵۰ میګا واته برښنا د تولید لپاره به ترې کار واخیستل شي.

چخانسوري زیاته کړې، چې ډېر ژر به ۶۷ پروژې، چې د اقتصادي عالی شورا منلي دي؛ د افغانستان د کانونو له قانون سره سم داوطلبۍ ته وسپارل شي او د بهیر له بشپړیدو وروسته به هغه شرکتونه، چې معیارونه پوره کوي؛ تړونونه لاسلیک شي.

Trending

Exit mobile version