تازه خبرونه

په هرات کې د سولې او بسیاینې تر سرلیک لاندې د تولیدي توکو شپږم نندارتون جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۰)

د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ په هرات کې د سولې او بسیاینې تر سرلیک لاندې د ښځو لاسي صنایعو او کورنيو تولیداتو شپږم لس ورځنی نندارتون پرانستل شو.

د کارخونو مسوولینو او ښځو خپل تولیدي توکي په ۲۱۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې صنعتي ښارګوټي په شپېته قلمه کورنیو تولیداتو کې بسیاینې ته رسېدلي او له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا مو ملي سوداګرو میلیونونه ډالر پانګونه کړې.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد فیضي غوریاني وایي؛ له ۴ میاشتو راپدیخوا په هېواد کې څلوېښت نندارتونه پرانیستل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په صنعتي ښارګوټو کې دوه سوه میلیون ډالر پانګونه شوې؛ خو د کارخونو مسوولینو ویلي، چې د دوی تولیداتو ته ورته تولیدات اوس هم هېواد ته را واردیږي، چې د دوی پر کارونه یې ناوړه اغېزه کړې ده.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم وایي، چې دې نندارتون ته د ۶ نورو ولایتونو تولیدي شرکتونو هم خپل تولیدات راوړي دي.

دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې کارخونې اووه ویشت ډوله کورني تولیدات لري، چې نه یوازې  تر ډېره بریده د بازار اړتیاوې پوره کړي، بلکې ځانونه یې په دې برخه کې بسیاینې ته هم رسولي دي.

د کارخونې لرونکی سیداحمد مهاجرویلي: زمونږ کارخونې تر دې بریده توانېدلي، چې د بازار اړتیاوې پوره کړي؛ خو دغو توکو ته ورته توکي له بهره واردیږي، چې د کورنیو تولیداتو لګښت یې زیانمن کړی دی.

ټاکل شوې دا نندارتون لس ورځې پرانیستی وي.

Trending

Exit mobile version