تازه خبرونه
په هرات کې د طالبانو موټربم برید ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د هرات اوسیدونکیو آریانا نیوز ته ویلي، چې د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې طالبانو د پاڅونوالو پر پوسته موټر بم برید کړی؛ د دغو ځواکونو دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه ولایت اوسیدونکیو زیاته کړې، چې دغه موټربم برید نږدې کورونو او دکانونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړې، چې تېره شپه لومړی یو موټر بم برید د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې او د پولیسو مرکز ته نږدې چاودنه کړې وروسته د طالبانو او پولیسو او اړوند ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.
د قتالي د څرګندونو له مخې؛ دغه موټر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ موخې ته له رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له پېژندلو وروسته پر نښه شوی دی.
د هرات والي وايي: په دې نښتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د افغانستان هوایي ځواک هم له امنیتی ځواکونو ملاتړ ته پورته شول.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
طالبانو په دې وروستیو کې د هرات پر امنیتي پوستو خپل بریدونه ډېر کړي دي.