تازه خبرونه
په هرات کې د مولانا مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۴۱ کسانو ته مرګ وژوبله اوښتې
Last Updated on: وږی ۱۲, ۱۴۰۱
د هرات د ګذرګاه لوی جومات خطیب مولانا مجیب الرحمن انصاري نن (جمعه د وږي یوولسمه ) په همدې جومات کې د یوې چاودنې له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
د هرات والي ویاند نور احمد اسلامجار تائیدوي، چې په دې چاودنه کې د مولانا انصاري او د هغه د ورور حبیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی دا برید بزدلانه او لوی جنایت بولي او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت به د دې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې.