تازه خبرونه
په هرات کې د ۸۹ ښوونځیو د جوړولو کار بشپړ شو
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اقرا پروژې تر چتر لاندې د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۸۹ ښوونځیو د جوړیدو چارې پای ته ورسیدې او د زرګونو زدکوونکیو لپاره یې د زدکړې ډاډمن چاپېریال رامنځته کړ.
د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د پشت حصار شرقي پرمختیایي شورا مشر محمد نادر وایي: د دې کلي زدکوونکیو شپږ کاله په نامناسبه فضا کې زدکړې کولې، چې د دغه ښوونځي له جوړیدو مو دا ستونزه اواره شوې ده.
دغه راز په پام کې ده، چې د هرات ولایت په ۱۹ولسوالیو کې د اقرا پروژې له لورې ۲۰۶ ښوونځي جوړ شي، چې له ۸۹ ترې جوړ شوي، پر ۶۲ کار روان دی او ۵۵ نور د ډیزاین او نقشې په پړاو کې دي.
همدارنګه ولسمشر غني د نوي ښوونیز کال د پرانستې په مراسمو کې د دوه زره نورو ښوونځیو له جوړولو او د ښوونکیو د استخدام او تنخواوو له ډېرولو خبر ورکړی دی.
هغه دغه راز ژمنه کړې وه، چې په نوي ښوونیز کال کې به ۱۸۰۰ نوي ښوونځي جوړ کړي.
وی وعده داده بود که حکومت در سال جدید تعلیمی، ۱۸۰۰ مکتب جدید را در کشور خواهد ساخت.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ د هېواد ۹.۷ میلیون زدکوونکي ښوونځیو ته ځي.