تازه خبرونه
په هرات کې له يوې ترافيکي پېښې ۱۱ امنیتي ځواکونه مړه شوي
Last Updated on: وری ۲۲, ۱۴۰۱
د هرات سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې د هرات – اسلام قلعه پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ امنیتي سرتېري مړه شوي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ وياند محمود شاه رسولي ويلي، پېښه نن ماسپښين رامنځته شوې او مړه شوي ټول کسان د افغانستان اسلامي امارت سرتېري دي، چې له اسلام کلا څخه هرات ته پر لاره ول.
محمود شاه رسولي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د ځواکونو رینجر له یوه ټیلر ډوله موټر سره ټکر شوی دی.
ځايي چارواکو په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.