تازه خبرونه
په هرات کې له یوې ترافیکي پېښې ۹ کسان مړه شوي
(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۳۹۹)
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي؛ تېره شپه د یوې کورنۍ د ماشومانو او ښځو په ګډون ۹ کسانو
نوموړي زیاته کړې، چې پېښه د هرات کندهار پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د سپرلو له یو موټر سره د لارۍ له ټکره رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ترافیکي پېښه کې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي مړه شوي دي.
د دغه موټر ټولې سپرلۍ د کاپیسا ولایت اوسیدونکي وه.
د هېواد د لویو لارو ویجاړتیا او د ډریورانو بې پروایي د ترافیکي پېښو ستر لامل ګڼل شوی دی.