Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې ۴۰ سلنه تاریخي ماڼۍ رغونې ته اړتیا لري

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۱۱, ۱۴۰۰

 مسوولینو ویلي؛ په هرات ولایت کې شاوخوا اته سوه اویا تاریخي ماڼۍ او آبدې شته، چې څلوېښت سلنه یې رغونې ته اړتیا لري.

د دې ولایت فرهنګي شخصیتونو ويلي، چې د هرات د هویت ساتلو لپاره د دغو تاریخي ماڼیو څارنه او رغونه لومړیتوب لري.

د هرات جامع جومات، د اختیارالدین تاریخي کلا او سلګونه نورې پخوانۍ ودانۍ د دې ولایت تاریخي ویاړ او تمدني سمبولونه دي؛ ځکه، چې د لرغوني هرات نوم له دغو تاریخي آثارو سره تړلی دی. هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آثارو د ساتنې مشر زلمي صفا ویلي؛ دا د لرغونی ښار شاوخوا ۷۸۰ تاریخي آبدې او ودانۍ لري، چې ځینې یې بیارغونې، ساتنې، ځارنې او پاملرنې ته پوره اړتیا لري.

په تېرو پېنځه کلونو کې د دې ولایت له ۴۶ تاریخي آثارو ساتنه او څارنه شوې. که څه هم د تاریخي آثارو د رغونې پوره کاري وړتیاوې شته؛ خو په تېرو شل کلونو کې ترسره شوي کارونه بسنه نکوي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې چارسمبالی مولانا نعیم الحق حقاني ویلي: کار په چټکۍ بیل شي. اسلامي امارت هڅه کوی، چې تاریخي ماڼس او آبدې خوندي او تر پاملرنې لاندې ونیسي او ملت به مو ډېر ژر د دغو کړنو د پیل شاهد وي.

اوسمهال ۶۰ سلنه یادګارونه په ښار کې دننه دي؛ خو په ولسوالیو کې ډېری لرغون ابدې او ودانۍ او تاریخي ځایونه شته، چې رغونې، ساتنې او څارنې ته اړتیا لري.

تاریخي آبدې او لرغوني ودانۍ په هرات کې د ګرځندویانو لپاره غوره ځایونه دي؛ خو په هېواد کې جګړو تل دې ودانیو ته درانده زیانونه اړولی دي. اوس ولیدل شي، چې دا ودانۍ څنګه خوندي او د پاملرنې وړ او د یونیسکو په نوملړ کې راشي.

تازه خبرونه

د کابل-هرات پر لويه لار د ټرافيکي پېښي له کبله ۱۱ کسان مړه شوي

د هلمند ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز د نننۍ خبرپانې له مخې؛ د کابل-هرات پر لويه لار د دوه مسافر وړونکو موټرانو تر منځ د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۶  مسافرو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

تېره ورځ د هلمند ولايت واشېر ولسوالۍ د کارېز په اړوند سيمه کي د ټرافیکي بېښې له کبله ۱۱ کسان مړه شول او څلور نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز د نننۍ خبرپانې له مخې؛ د کابل-هرات پر لويه لار د دوه مسافر وړونکو موټرانو تر منځ د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۶  مسافرو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني ویلي: ياده پېښه داسي مهال را منځته شوه، چي يو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له مونۍ ډوله موټر سره، چې له کابل څخه هرات ته روان و؛ مخامخ ټکر شول.

نوموړي زیاته کړې: دا پېښه د ډریورانو د بې احتياطۍ له کبله را منځته شوې؛ ټپیان د ۲۱۵ العزم قول اردو او ګرشک ولسوالۍ روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي، چې د ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د اوبو بند د جوړولو چارې بشپړې شوې

یاده پروژه به مرسته وکړي، چي په ۱۲ کلیو کي ۲ زره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړي او ورسره به د ځمکې لاندې اوبه راپورته او د سېلابونو ګواښ کم شي.

Published

on

د اروپايي ټولني پر ملاتړ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د اوبو یو بند، چې د ۱۳۱ زره مټره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري؛جوړ شو.

یاده پروژه به مرسته وکړي، چي په ۱۲ کلیو کي ۲ زره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړي او ورسره به د ځمکې لاندې اوبه راپورته او د سېلابونو ګواښ کم شي.

سیمه‌ییزو چارواکو له دې نوښت هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د اوبو کمښت او د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.

دا پروژه د افغان بنسټونو او نړیوالو شریکانو لخوا په کلیوالي پراختیا او چاپېریال ساتنې کې د پانګونې لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.

دغه راز دا پروژه د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شویو ننګونود مخنیوي پر وړاندې، په سویلي افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ پر لوري د یو اغېزمن ګام په توګه لیدل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نوره به مو ټولنه او سیمه له مخدره توکو ونه‌کړیږي – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د اسلامي امارت د اغېزمنو هڅو او لاسته راوړنو په اړه پوره بحثونه وشول.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د عملیاتي څانګې له مشر بو متیانس سره په لیدنه کې ویلي؛ اسلامي امارت د مخدره توکو پر وړاندې په خپل دریځ کې “جدي” دی او اجازه به ورنکړي، چې ټولنه او سیمه مو بیا دا پدیده ورنځوي.

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د اسلامي امارت د اغېزمنو هڅو او لاسته راوړنو په اړه پوره بحثونه وشول.

متقي د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي وبلله او وایي، چې د هېواد ټولې ادارې او امنیتي ځواکونه په جدي توګه د دې پدیدې پر وړاندې ولاړ دي.

 هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت، د عاید قانوني سرچینو چمتو کولو او د څارویو، کرنې او د کوچنیو تولیدي پروګرامونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

هغه اندېښمن شوی؛ افغانستان ته د مخدره توکو قاچاق یو جدي ګواښ ګرځیدلی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له هېواد څخه بهر د دې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بو متیانس هم افغانستان ته خپل سفر اړین یاد کړ او د مخدره توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت له پرېکنده هڅو ستاینه وکړه او ترسره شوي کمپاینونه یې مثبت وارزول.

دواړو خواوو همدارنګه ټینګار وکړ، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه باید غیر سیاسي پاتې شي، د بشري همکارۍ روحیه باید وساتل شي او د مخدره توکو د مخنیوي په اړه غونډې باید عملي پایلې ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!