Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند او کندهار کې د کوکنارو پر ځای د ریحان کرکېله زیاته شوې

په کندهار او هلمند ولایتونو کې سږکال پر ٢٢ سوه هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۰, ۱۴۰۳

چارواکو ویلې؛ سږکال په هلمند او کندهار کې پر څه باندې دوه زره هکتاره ځمکه ریحان کرل شوي، چې له ۳ زره مټریکه ټن څخه ډېر حاصلات به ورڅخه تر لاسته شي.

په کندهار او هلمند ولایتونو کې سږکال پر ٢٢ سوه هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل د څرګندونو له مخې، په کندهار کې پر څه باندي ١٠٠٠ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوې، چې ورڅخه به ١١ سوه  مټریکه ټنه حاصل لاسته راشې.

د هلمند د کرنې ریاست د ترویج مدریت غړی محمد نسیم وایي، چې په هلمند کې هم د تېر کال پر پرتله  د ریحانو کرکیله زیاته شوې ده.

د دغه ولایت د کرهڼي اوبو لګو لو او مالدارۍ ریاست وایي؛  په تېر ۱۴۰۲ ل لېږدیز کال کي پر ۱۱۹۹ هکټاره کرنیزه ځمکه ریحان کرل شوي وه، چي ۲۱۵۸ ټنه حاصلات یې  لرل. سږکال د ریحانو کرکېله پر ۱۴۳۲ هکټاره ځمکه ترسره شوې، چي دا د تېر کال پر پر تله  ۲۳۳ هکټاره زیاتوالی ښیې او تمه ده، چې ور څخه به  نږدې ۳ زره مټریک  ټنه حاصلات تر لاسه شي .

د دې ولایتونو کروندګر ذین الله نومی وایي؛ د مناسب بازار د نشتون له کبله د ریحان بیې د تېر کال پر پرتله ٣٠ سلنه ټیټې شوې، چې له کبله یې کروند ګر زیان من شوې دي.

کروندګر محمد اسماعیل، چي پخپلو کرنیرو ځمکو یې ریحان کرلي وایي؛ تېر کال یې  له یادي کرکیلي  ښه عواید او حاصلات ترلاسه کړي وه؛ خو سږ کال د تېر کال پر پرتله د ریحانو په بیه کې د پام وړ کموالی راغلی، چې له کبله به یې کروندګر ښه ګټه ترلاسه نکړي .

ویل کیږي، چې تېر کال په بازارونو کې د ۴ نیم کیلو ریحانو بیه څه نا څه ٥٠٠ افغانۍ وه؛ خو سږکال د همدومره ریحانو بیه ٣٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

تازه خبرونه

افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی

یو‌ان‌‌ډي‌پي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(یو‌ان‌‌ډي‌پي) ویلي؛ افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ یو داسې هېواد دی، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر نفوس یې برښنا ته لاسرسی نلري.

یو‌ان‌‌ډي‌پي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.

دې بنسټ په ټول هېواد کې د نوې کېدونکي انرژۍ له پراخولو سره دا خطرونه څه نا څه له بدلېدا سره مخ کړي دي.

دې ادارې ویلي “د لمریزو تختو او کوچنيو برښنایي شبکو پر نصبولو مو د یو شمېر ښوونځيو، روغتونونو او کار و باري ځایونو برښنا تأمین شوې؛ ځکه ټولنو ته رڼا، برښنا او نوي فرصتونه راوړو.”

له ۲۰۲۱ راپدېخوا د یو‌ان‌‌ډي‌پي پروګرامونو ۵ زره ۴۶۲روغتیایي مرکزونو، ۱۵۳ ښوونیزو بنسټونو او ۸۵۴ سوداګریزو مرکزونو په ګډون له ۶ زره ۴۶۹څخه ډېرو برښنایي مرکزونو ته، چې ډېری یې ښځې اداره کوي؛ برښنا رسولې ده. دې هڅو کورنیو او سوداګرۍ ته د بسپنو پر ورکولو او له مالي ادارو سره د کار کولو له لارې انرژي د لاسرسي وړ کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو‌ان‌‌ډي‌پي) له دوه میلیون ډېرو افغان میرمنو ته پاکه، خوندي او دوامداره انرژۍ برابره، د ژوندانه کیفیت یې ښه کړی او د کورنیو او ټولنو لپاره یې روښانه راتلونکې رامنځته کړې ده.

د دې پروګرام کاري نوښت ښیي، چې نوې کېدونکې انرژي نه یوازې پر غیر صحي سونګ توکو تکیه کموي، بلکې له روغتیایي، ښوونیزو او روزنیزو اقتصادي سکټورونو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د ثبات او ودې لپاره هم زمینه  برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي، چې د اسلام‌آباد او کابل د اوربند په اړه ورسره بحث وکړي.

د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد یې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه له نږدې څاري او هیله من دی، چې د ترکیې تر څارنې لاندې خبرې اترې به د دواړو هېوادونو تلپاتې ثبات ته ښې پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: امیر خان متقي په دې اړیکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه پر ځانګړي صلاحیت، سپارښتنه او ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول په خبرو کې ګډون وکړ او زیاتوي: افغان پلاوی له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او همغږۍ له لارې لومړیتوب ورکوي. 

ویل کیږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې پاکستانی پلاوی د هېڅ راز مسوولیت منلو ته چمتو نه‌و؛ نو، ځکه دا پړاو خبرې ودرېدې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!