سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د ملي اردو سلگونه سرتېرو درې مياشتنۍ زدكړې وكړې
په هلمند ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو چارواكي وايي دا روزنيز مركز د هېواد په كچه لومړى نوم لري، چې له ټولو ولايتونو څخه په كې سرتېري روزل كيږي.
د پنجشنبې په ورځ(د غويى۲۵) د هلمند ولايت د ۲۱۵ ميوند قول له روزنيز مركز څخه ۱۴۰۰ كسان فارغ شوي دي.
د دې قول اردو قوماندان تورن جنرال اركانحرب سيد ملوك وويل، چې:
يادو شويو كسانو ته د درې مياشتو په موده كې په بېلابېلو پوځي او نورو برخو كې روزنه وركړ شوې ده.
هغه زياتوي، چې په فارغ شويو كسانو كې د هېواد د ټولو ولايتونو ځوانان شامل دي، چې پخپله خوښه د ملي اردو ليكوته راغلي دي.
د نوموړي په وينا، د دې مركزد روزنې كچه ځكه لوړه ده، چې د كورنيو روزونكيو لخوا يې د روزنې لړۍ پرمخ بيول كيږي او له همدې كبله دا مركز اوسمهال د هېواد په كچه لومړى نوم لري.
د هلمند ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن وايي، چې اوسمهال د امنيتي ځواكونو وړتياوې لوړې شوي، چې دا مهال د سيمې استخباراتو ته د زغملو وړ نه دي او هڅه كوي، چې په بېلابېلو نومونو يې بد نامه كړي.
هغه زياتوي، چې همدا روزنه اوس د دې لامل شوې، چې امنيتي ځواكونه له مسلكي وړتياوو كار واخلي او د خلكو زړونه خپل كړي.
د يادونې وړده، چې ياد شوى مركز شاوخوا درى كاله وړاندې په دې ولايت كې جوړشو، چې تردې مهاله يې څه كم ۱۵ زره سرتېري فارغ او د ملي اردو ليكو ته ليږلي دي.