روغتيا

په هلمند ولایت کې کولرا ۲۰ کسان مړه کړي دي

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۰, ۱۴۰۱

په هلمند ولایت کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا له کولرا ناروغۍ یا نس ناستي نږدې ۲۰ کسان مړه شوي دي.

باختر آژانس څرګنده کړې؛ له تېرو ٢٤ ګړیو راپدیخوا د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې ۱۲۰ کسان پر اسهال (کولرا) ناروغۍ اخته شوي، چې څه ناڅه شل کسان ترې مړه شوي دي.

ویل کیږي، چې سیمې ته ګرځنده روغتيايي ډلې رسېدلي او درملنه یې روانه ده.

Trending

Exit mobile version