تازه خبرونه
په هلمند کې د القاعدې شپږ غړي وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د القاعدې شبکې د شپږ ِړیو او اته طالب جنګیالي له وژل کېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونو پرون د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو او القاعده پر ګډو پټنځایونو بریدونه ترسره کړي دي.
سر چینې په ډاګه کړې؛ په دې عملیاتو کې د القاعدې د مشر عباس په ګډون ۶ پاکستاني اتباع وژل شوي دي.
دفاع وزارت دا هم ویلي ، چې د طالبانو د مشر ملا شفیق په ګډون د طالبانو د سرې قطعې اته غړي وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
څار: د سترې غوندې د جوړېدو لپاره د حکومت چمتووالی

تازه خبرونه
د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي؛ په وروستیو میاشتو کې شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه د نشه يي توکو له کښت پاکه او له ۱۰۰۰ ډېر روږدي کسان مو له ښاره د درملنې لپاره راټول کړي دي.
د هرات سیمه ییزو چارواکو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق پر وړاندې د جدي مبارزې ډاډ څرګند کړ.
دوی دغه راز ټینګار کړی، چې په دې ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې بهیر هم روان دی.
د هرات پوليسو څرګنده کړې؛ امنيتي ځواکونه د نشه يي توکو د کښت، توليد او پلور د مخنيوي لپاره هڅې کوي او لسګونه کسان يې د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيولي دي.
د هرات امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني ویلي: لکه څنګه، چې تجربې ښودلې د نشه يي توکو د پلورونکیو تر نيولو پورې به د روږدو کسانو شمېر کم نشي. مونږ شاوخوا ٢٥٠ عمليات کړي، د نشه يي توکو ډېر سوداګر مو نيولي او د هغوى دوسيې مو عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږلې دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست د نشه يي توکو د اړتیا کمولو عمومي مدیر داکتر سید محمد سادات وایي:
هغه بنسټیز او اساسي کار، چې اسلامي امارت یې باید ترسره کړي هغه دادی، چې د روږدو روغتون له پروژه یي حالت راوباسي او د افغانستان د روغتیا سیستم ته یې وسپاري.
د اړوند بنسټونو د څرګندونو له مخې، په هرات کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ۷۰ زره کسانو ته رسیږي، چې ډېري يې د ښار په واټونو او پارکونو کې شپې او ورځې تېروي.
روږدی نذیراحمد نومی وایي: دوی میرمنې او اولادونه لري؛ داسې څوک نشته، چې کورنۍ ونلري. دا ټول د بېکارۍ له کبله کیږي. دولس کاله مې پخپله زدکړه وکړه؛ خو ګوره اړ یم، چې اوس دلته په واټ کې یم.
رضا نومي روږدي څرګنده کړې؛ هیڅوک زمونږ وضعیت ته پاملرنه نکوي. مونږ څه کولی شو؟ مونږ بندیان شوو او بیا خوشې شوو؛ خو د لوږې له دې حالت سره څه کولی شو؟
کارپوهان پدې باور دي، چې بېوزلي او بېکاري نشه يي توکو ته د روږدو کسانو د آسانه لاسرسي لامل دى او هره ورځ یې شمېر د ډېرېدو په حال کې دی. په دې توګه په ټولنه کې د جنايي جرمونو کچه هم لوړېږي.
د پوهنتون استاد محمد ابراهیم مصون ویلي: یو مناسب میکانیزم ته اړتیا ده؛ حکومتونه باید له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره، یو داسې جوړښت رامنځته کړي، چې له مخدره توکو سره د هر ډول چلند مخه ونیسي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونه وايي، چې په تېرو لس مياشتو کې يې څه باندې دوه سوه کسان د نشه يي توکو د قاچاق پر تور نیولي او له ۱۰۰۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي توکې هم ترې تر لاسه شوي دي.
تازه خبرونه
افغاني سرې میاشتې ټولنې زلزله ځپلیو ته لس میلیون افغانۍ ځانګړې کړې

افغاني سرې میاشتې ټولنې ويلي، هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سل امريکايي ډالر، چې څه باندې نهه زره افغانۍ کېږي، ووېشل شي.
د افغاني سرې میاشتې چارواکو نن په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې دې ادارې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته لس ميليون افغانۍ ځانګړې کړې، چې له هرې کورنۍ سره به سل امريکايي ډالره یا شاوخوا نهه زره افغانۍ مرسته وکړي.
د سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي ویلي: دغه افغانۍ به د سروې ډله اړوند سیمو ته ولېږدوي. مونږ د اړوند سیمو د غوښتنې له مخې له دوی سره نغدي مرستې کوو.
ملا نورالدین ترابي زیاته کړې؛ پر نغدي مرستو سربېره، دې بنسټ د قربانیانو لپاره غیر نغدي مرستې لکه کمبلې، کېږدۍ، د کور او پخلنځي اړوند وسایل هم چمتو کړي دي.
د پکتیکا ولایت په یو شمېر سیمو کې زیانمن شوي کسان وايي، چې تر اوسه مرستې ور رسېدلي ندي.
د پکتیکا ولایت زلزله ځپلي میناګل ویلي؛ دژوند کولو لپاره ځای، د څښاک لپاره اوبه او ټوله کورنې مو تر شنه آسمان لاندې په وچ ډاګ کې شپې تېروو.
په داسې حال کې، چې د سرې میاشتې ټولنه له هغو بنسټونو یوه ده، چې کولی شي مرستې اداره کړي او د کورنیو او بهرنیو تمویلوونکیو ترمنځ همغږي رامنځته کړي؛ خو د سیمې خلک وايي، چې له یوې سرچینې د مرستو د رسولو بهیر د دې سبب شوی، چې مرستې ځینو زیانمنو کسانو ته ور ونه رسېږي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د پکتیکا د عامې روغتیا مشر له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي اوس هم خوراکي توکو او سرپناه ته اړ دي
-
نړۍ5 days ago
د پاکستان مرکزي بانک په تېلو کې د سپما لپاره خپلو کارکوونکیو ته له کوره د کار کولو سپارښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
هند په کابل کې خپلې سفارتي چارې بیا پیل کړې
-
تازه خبرونه5 days ago
بیات بنیاد د افغان زلزله ځپلو لپاره د مرستې بېړنۍ نړیواله غوښتنه پیل کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
تایوان د افغانستان له زلزله ځپلیو سره یو میلیون ډالري مرسته اعلان کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان په وروستۍ زلزله کې ۲۸۸ ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې