تازه خبرونه
په هلمند کې د موتر بم برید مخه ونیول شوه
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي ملي اردو ځواکونو د وسلوالو طالبانو موتربم برید موخې ته له رسيدو مخکې له منځه وړی دی.
د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ وسلوالو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ اړوند آبپاشک سيمه کې پر امنيتي پوستو د موتربم بريد پلان درلود؛ خو ملي اردو یې په اړه له وړاندې معلومات درلودل، چې شنډ او له منځه یوړل شو.
خبرپانه زیاتوي؛ د وسلوالو طالبانو يوې بلې ډلې، چې د موتربم بريد له شنډيدو وروسته يې پر امنيتي پوستو د بريد لپاره چمتوالی نيولی و، چې د افغان هوايي ځواکونو لخوا په نښه او په پايله کې یې ۹ کسان وسلوال طالبان وژل شوي او د موتربم بريد په ګډون يې ټول پلانونه له ماتې سره مخ شول.
په سیمه کي یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو پر شرط وایي، چي موتر بم برید د ملي اردو پر مرکز شوی، چي ۷ سرتېري په کي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
مونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې زمونږ هر کارکوونکی او مسوول دې خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا پر نیت کار وکړي؛ « د بیتالمال ساتنه دې وکړي او اسلامي نظام د تجارت نه، بلکې د خدمت وسیله وبولي.»
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي؛ په نظام کې د مسوولانو تر ټولو اړینه ځانګړتیا تقوا لرل دي؛ ځکه متقي شخص قانع وي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي؛ نه د مادياتو او مادي امتیازاتو لپاره.
هغه دا هم څرګنده کړې؛ اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونهګڼل شي.
نوموړي زیاته کړې: د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې د صداقت، دیانتدارۍ او امانتدارۍ له مخې کار کوي؛ د بیتالمال ساتندوی دې وي، د نظام د پیاوړتیا لپاره ورته کار اړین دی او د نظام د حیثیت ساتنه یې باید لومړیتوب وي.
ویل کیږي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کميسیون کې یې د مسوولیت د پرمخ وړلو موخه یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی؛ ځکه، چې د دې لپاره مو کلونه قربانۍ ورکړي دي.
تازه خبرونه
له ۱۹ ورځو وروسته د پاکستان واردېدونکي درمل نور نه محصولیږي
دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې دې له (۲۱ /۸ / ۱۴۴۷ / د سلواغې شلمه ) نېټې وروسته له پاکستان څخه راواردېدونکي درمل نه محصوليږي.
دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.
مالیې وزارت له دې مخکې سوداګرو ته خبر ورکړی و، چې یوازې تر درې میاشتو په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصولیږي.
د یادونې ده، چې اوس له یادو درې میاشتو څخه ۱۹ ورځې پاتې دي، چې له پوره کېدو سره سم به د سوداګرو درمل نور نه محصولیږي.
تازه خبرونه
د درندې واورې له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه
د حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس څرګنده کړې، چې د درندې واورې، توپان او غبار له کبله د سالنګ لویه لار نن سهار ۵ بجې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
د حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.
نوموړي ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري او د هوا د ښه کېدا او د توپان له کمېدا سره سم به د واورو پاکولو چارې پیل او دا لویه لار به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه3 days agoله تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ4 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه ایران کې لږ تر لږه ۵ زره اعتراض کوونکي ووژل شول
-
لوبی2 days agoافغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه4 days agoماشومان له خصوصي روزنتونونو څخه حکومتي روزنتونونو ته لیږدول کیږي
