تازه خبرونه

په هلمند کې لسګونه ملکي وګړي د طالبانو له بنده خوشې شوي

Published

on

ملي دفاع وزارت ویلي، چې تېره شپه (سې شنبه  د وري ۳۰) په هلمند ولایت کې د ځانګړیو کومانډو ځواکونو په عملیاتو  ۲۸ ملکي وګړي د وسلوالو طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

د دفاع وزارت د څرګندوړنو له مخې؛ په دې عملیاتو کې شپږ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې؛ د عملیاتو پرمهال د وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

څو ورځې مخکې هم افغان ځواکونو په نیمروز ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۰ امنیتي ځواکونه راخوشې کړي وه.

Trending

Exit mobile version