تازه خبرونه
په هلمند کې څه باندې شپږ زره کيلوګرامه نشهيي توکي وسوځول شول
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه شپږ زره کيلوګرامه نشهيي توکي د هلمند له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي دي.
د هلمند امنيه قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ويلي، چې په تېرو شپږ مياشتو کې يې څه باندې شپږ زره کيلوګرامه نشهيي توکي راټول او سوځولي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه شپږ زره کيلوګرامه نشهيي توکي د هلمند له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي دي.
د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت چارواکي وايي، چې په دغو توکو کې ٤٠٠ کيلوګرامه هيرويين، ٤٥٢ کيلوګرامه شيشه، ٥٣٧ کيلوګرامه ترياک شته، چې د ساتنې او خرڅلاو پر تور ورسره ۲۹۱ کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي له پوليسو غواړي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د نشهيي توکو پلورونکي محاکمه کړي.
د هلمند پولیس وايي، د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او نورو ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو د اړولو چاڼیز عملیات روان دي.
هلمند په تېرو وختونو کې د نشهيي توکو له ټولیز تولیدونکیو څخه ګڼل کېده او د نشهيي توکو د کښت له منع کېدو وروسته یې د کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.