Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په هند کې سختو سیلابونو څلور کسان مړه کړل

خپور شوی

د

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ ( د وري دولسمه ) د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې سخت توپان او سیلابونو څلور کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

د دغه راپور له مخې؛ د لویدیځ بنګال ایالت د جلپایګوری په اړوند سیمه کې توپان او سیلاب یو شمېر کورونه ویجاړ، ټرانسپورټ ګډوډ او برښنا پرې کړې ده.

د جلپایګوري په اړوند سیمه کې چارواکو د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره خلک له سیمې وتلو ته اړ کړل.

سیمه ییز خبرونه

د ایران ستر مذهبي مشر په تهران کې د حماس له لوړ پوړو مشرانو سره وکتل

خامنه‌يي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”

Published

on

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌یي په تهران کې د حماس د لنډمهاله مشر خلیل الحیا او د دې فلسطیني غورځنګ له دوه نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.

خامنه‌يي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: " تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي."

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د حماس مشرانو، چې په کې د حماس د مشرتابه شورا مشر محمد اسماعیل دروېش او د دې ډلې یو لوړ پوړي چارواکی نزار عوض‌الله د غونډې په بهیر کې د غزې او لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او د دوی د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.

د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیا د غونډې په جریان کې د ایران له ملاتړ ستاینه وکړه.

خامنه‌يي د ایران پر وړاندې د امریکا د ګواښونو په ځواب کې اعلان وکړ: "د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ اغېزه نلري."

د ایران د مذهبي مشر او حماس د چارواکو ترمنځ دا لیدنه په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د لاسلیک په پایله کې د دواړو خواوو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو تبادله روانه ده.

بنیامین نتنیاهو امریکا ته د خپل وروستي سفر او له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې اوسیدونکي دې سعودي عربستان ته ولیږدول شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امریکا دغه سیمه ونیسي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

له فلسطینیانو پرته څوک د فلسطین د برخلیک پرېکړه نشي کولی

د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د میشتېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

په دې خبرپانه کې راغلي: «اسلامي امارت باور لري، چې دا ډول پلانونه نه یوازې د صهیونیسټي رژیم د ناوړو موخو ښکارندویي کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو سبب هم ګرځي».

د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت له نفوذ لرونکو او عدالت غوښتونکو هېوادونو څخه غواړي، چې د دا ډول دسیسو پر وړاندې متحد، عملي او پخپل وخت دریځ غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د "اوږدمهاله مالکیت" په لټه کې ده او غواړي، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې ښکلي استوګنځایونه ولري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د قطر لومړي وزیر د غزې پر دوه‌یم پړاو اوربند د خبرو پیلولو غوښتنه وکړه

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: “مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي.”

Published

on

د قطر لومړي وزیر د یکشنبې پر ورځ له اسرائیلو او حماس څخه وغوښتل، چې سمدلاسه د غزې د اوربند پر دوه‌یم پړاو خبرې پیل کړي؛ ځکه، چې د دې خبرو اترو د پیل د وخت په اړه کوم روښانه پلان هم نشته.

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: "مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي."

د اوربند له مخې: د تړون د دوه‌یم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې باید د اوربند د لومړي پړاو له شپاړسمې ورځې څخه مخکې، چې دوشنبه ده؛ پیل شي.

اسرائیل او حماس تېره میاشت یو پېچلی درې پړاویزه تړون لاسلیک کړ، چې په غزه کې یې جګړه ودروله. حماس تر اوسه پورې د اسرائیلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې ۱۸ یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې اوس هم له ۷۰ څخه زیات یرغمل کسان ساتل کېږي.

تمه ده، چې د تړون د دوه‌یم پړاو له مخې؛ ټول یرغمل شوي خوشې شي، دښمني د تل لپاره پای ته ورسیږي او اسرائیلي ځواکونه له غزې بشپړ ووځي.

شیخ محمد وایي: " تر دې دمه په دې اړه کوم ځانګړی پلان نشته، چې چیرته او کله به دا خبرې ترسره شي."

هغه ویلي، چې "منځګړي له حماس او اسرائیلو سره د ټیلیفون له لارې خبرې اترې لري او قطر د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره اجنډا هم ټاکلې ده. مونږ هیله من یوو؛ په راتلونکو څو ورځو کې یو څه حرکت وګورو. دا ډېره اړینه ده، چې مونږ هرڅه همدا اوس پیل او له دوه‌‌څلوېښتمې ورځې مخکې یوتړون ته ورسیږو."

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی، چې نوموړی به د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د تړون د دوه‌یم پړاو خبرو په اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د منځني ختیځ لپاره د دې هېواد له استازي سټیو ویټکاف سره خبرې اترې پیل کړي.

ویل کیږي، چې نتانیاهو به له ویتکاف سره د خپلې لیدنې په بهیر کې د اوربند او د اسرائیلو د دریځونو په اړه بحث وکړي. ویټکاف به بیا له مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د واشنګټن پر ملاتړ له تېرو ۱۵ میاشتو راپدېخوا د اسرائیلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!