سیمه ییز خبرونه

په هند کې له اورلګېدنې ۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

 
د هند پولیسو او چارواکو په ډاګه کړې، چې د شنبې پر سهار وختي د هند په لویدیځ مهاراشترا ایالت کې یو بس چپه شو او اور پرې ولګېده، چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.
پولیسو د پیښې په ځای کې ویلي: دغه بس له ناګپوره پونې ته روان و، چې د سمرودي مهامارګ پر لویه لار ۱:۳۵ له دې پېښې سره مخ شو او وروسته د بس د تېلو پر زیرمې اور ولګېد.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، د ډېرو کسانو مړینه په اور کې له سوځېدو رامنځته شوې ده.
د مهاراشترا مرستیال اعلی وزیر دیویندر فدنویس تویت کړی، چې په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د مهاراشترا اعلی وزیر ایکناتھ شیندي او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په بېلابېلو تویتونو کې خپله خواخوږي څرګنده کړې او لیکي، چې دوی به د هر قرباني کورنۍ ته ۷۰۰ زره هندي روبۍ یا ۸۵۰۰ دالر ورکړي.

Trending

Exit mobile version