تازه خبرونه

په هند کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵.۴ میلیون څخه پورته شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۰, ۱۳۹۹)

په هند کې د کرونا ویروس ۹۲۶۰۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ورسره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر له ۵.۴ میلیون ډېر شوی دی.

هندوستان د روان کال له اګست راپدیخوا هره ورځ د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو له ډېریدو خبر ورکړی دی.

د هند روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۱۱۱۳ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي دي، چې له دې سره د مړو ټول شمېر ۸۶۷۵۲ کسانو ته رسیدلی دی.

د هند یو حکومتي ساینس پوه بي بي سي ته ویلي، چې په ټول هېواد کې د کرونا ناروغي مخ په ډېریدو ده.

له ۱۷۰ ورځو راپدیخوا په هند کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو میلیون ته لوړ شوی؛ خو په وروستیو ۱۱ ورځو کې یو میلیون مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بي بي سي راپور ورکړی، چې تر دې دمه په هندوستان کې له ۵۰ میلیون د ډېرو خلکو د کرونا ویروس پېښې کتل شوي او هره ورځ له یو میلیون ډېرې بېلګې په دغه هېواد کې کتل کیږي؛ خو اوس هم په نړۍ کې دا ټیټ ثبت شوی شمېر ګڼل کیږي.

د راپورونو له مخې؛ اپیدمیولوژیسټانو ویلي، چې په هند کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له دې ډېر لوړ دی.

Trending

Exit mobile version