تازه خبرونه

په هېواد کې د اداینې د برښنایي کولو لپاره هڅې روانې دي – د افغانستان بانک

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، چې خلک کولی شي خپلې مالي راکړې ورکړې د برښنایي کارتونو پر کارولو ترسره کړي.

Published

on

د افغانستان بانک چارواکو ويلي، چې د پیسو د فزیکي کارولو د کمولو او پرځای یې د برښنایي کارتونو له لارې د اداینې هڅې روانې دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، چې خلک کولی شي خپلې مالي راکړې ورکړې د برښنایي کارتونو پر کارولو ترسره کړي.

نوري زیاته کړې؛ دوی هڅه کوي، چې ابرښنایي راکړې ورکړې په داسې ډول ترسره شي، چې خلک وکولی شي له ټولو اټوماټیکو تادیاتو ماشینونو څخه کار واخلي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د الکترونیکي کارتونو کارول کولی شي د پیسو د ضایع کېدو مخه ونیسي، چې راکړې ورکړې ورسره چټکۍ ترسره شي.

دغه راز یو شمېر اقتصادي کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان بانک باید لومړی د دې سکټور په تخنیکي اړخونو کې آسانتیاوې برابرې او بیا د برښنایي کارتونو کارول دود کړي.

دوی په دې باور دي، چې د هېواد مالي او بانکي سیسټم د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی؛ د بانکي خدماتو د پراخولو هڅې کولی شي د هېواد پر ملي اقتصاد مثبت اغېزه ولري.

Trending

Exit mobile version