سوداگري
په هېواد کې د برښنا صندقونو د ساتنې او څارنې لپاره ځانګړی فیس وضع شو
دوۍ زیاتوي، چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو فیسونه يي د ۱۴۰۳ کال په وروستي برښنا بل کې غوښتي دي.
د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې د استوګنځیو څخه د کال ۱۰۰ او له سوداګریزو پلورنځیو څخه د کال ۲۰۰ په نظر کې نیول شوي دي.
دوۍ زیاتوي، چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو فیسونه يي د ۱۴۰۳ کال په وروستي برښنا بل کې غوښتي دي.
د تېر کال په وروستي بل کې د برښنا شرکت له لوري د ۲۰۰ او ۴۰۰ افغانیو زیاتوالي یو شمېرهېواد وال اندېښمن کړي.
د هېواد یو شمېر اوسیدونکو ويلي، چې د برښنا شرکت دا هڅه ښایي یو شمېر بېوزله هېوادوالو ته ستونزمن وي.
دوۍ زیاتوي، چې د افغانستان برښنا شرکت باید د خپلو برښنایي صندقونو لګښتو نه پخپله ورکړي او د خلکو پر برښنايي لګښتونو کې د دې فیسونو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.
کابل ښاري جواد نجفی ویلي؛ په هېواد کې د بې کارۍ او فقر د زیاتوالي له کبله ښايي ډېری هېوادوال د دې پیسو د تادیه کولو وس ونلري.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، چې په دې فیس د برښنا صندقونو د نوي کولو او په کې د برښنا د ضایعاتو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي.
د برښنا شرکت تجارتي رییس امیر عبدالله جهان وایي: د تېر او اوړم کال د بریښنا صندوقونو ساتنې او څارنې فیسونه د ۱۴۰۳ کال په وروستي بل کې دوه کلنې پیسې( له کورنیو څخه مو ۲۰۰ افغانۍ او له سوداګریزو سیمو څخه ۴۰۰ افغانۍ) راټولې کړې دي)).
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا پدې باور دي، چې د برښنا شرکت د صندقونو ساتنه او څارنه د برښنا شرکت خپل مکلفیت دی. ولس ښايي د داسې فیسونو له کبله له افغانستان برښنا شرکت سره خپله واټن زیات کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان برښنا شرکت به له دې وروسته هرکال له کورونو ۱۰۰ او له سوداګریزو سیمو څخه ۲۰۰ افغانۍ راټولوي.