سوداگري
په هېواد کې د کارګو لومړني شرکت کار پیل وکړ
د هېواد کابل هوایي ډګر کې د کارګو لومړني شرکت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د خصوصي سکتور د مسوولینو په حضورکې پرا نیستل شو او خپل کار يي پیل کړ.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین له خصوصي سکتور څخه غواړي، چې په دې سکتور کې باید پانګونه د سیالۍ له مخې ترسره شي نه ځانګړې انحصاري.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په هېواد کې د کارګو د هڅو وده او پراختیا به د هېواد تازه میوو او نورو محصولاتو د صادارتو په زیاتوالي کې مهم رول تر سره کړي.
د خصوصي سکتورغړيو ويلي؛ د هېواد صادراتو په پراختیا کې د هوايي کارګو رول خورامهم بولي. دوۍ زیاتوي چې له دې نوې کارګو سره به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالي راشي.
دغه راز ویل کیږي، چې د سمې هېوادونو ته د وچې او تازه میوې په صادارتو کې کارګو مهم رول لري او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې په دې سکتور کې د پانګونې د جذب لپاره باید اسانتیاوې رامنځته شي.
د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمین زاده وایي: زه په پوره باور ویلي شم، چې د هېواد صادارتو لپاره په اوسنیو شرایطو او په راتلونکې کې کارګو تر ټولو ښه وسیله ده. باید ورته د بېخبناوو پر برابرولو کار وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي: زمونږ د صادارتو پراختیا مهمه ده. تر دې د مه مو کارونه سم روان دي؛ هم صادرات او ترانزیت ښه روان دی او کارګو د هېواد په انتقالاتو کې مهم دی.
د کارګو د فعالوونکي شرکت مسوولین هم خصوصي سکتور ته ډاډ ورکوي، چې دا شرکت به د نړۍ اوسیمي بېلا بېلو هېوادو نوته د خصوصي سکتور توکي په پوره مصونیت سره رسوي.
د کارګو شرکت مسوول عبد الکریم عارفي زیاته کړې؛ مونږ خصوصي سکتور ته پوره ډاډ ورکوو، چې ټول صادارت مو تر خپل ټاکلي هدف پورې خوندي رسیږي.
د اقتصا دي چارو کار پوهان وايي؛ که څه هم د کارګو له لاري صادارت تر یوه بریده لوړ تمامیږي؛ خو د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو د کارګو فعالیتونه د هېواد د صادراتو لپاره ګټور او اغېزمن دي.