تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۴۴۰۲ رسیدلی
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له وروستیو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په افغانستان کې ۳۶۱ کسان پر کرونا اخته شوي، چې له دې سره پر کرونا اخته د اخته کسانو شمېر ۴۴۰۲ پورته شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په کابل کې ۱۷، هرات کې ۵۹، بلخ کې ۱، کندهار کې ۲۶، بغلان کې ۲۱، فراه کې ۱۸، لغمان کې ۱۲، میدان وردګ کې ۱۱، سمنګان کې ۹ ، پنجشېر کې ۸ ، پروان کې ۸ ، ننګرهار کې ۷ ، کونړکې ۵ ، هلمند کې ۴ بدخشان کې ۴ ، غزني کې ۳ ، جوزجان کې ۳ ، په سرپل کې ۲ ، په پکتیکا ۱ ، زابل او پکتیا کې یو – یو پر کرونا ویروس اخته شوي، چې ټولې مثبتې پېښې یې له دې سره ۳۶۱ اعلان شوې دي.
یاد وزارت په همدې وخت کې د ۴ ناروغانو له مړینې او د ۶۵ کسانو له رغیدو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت زیاتوي؛ په کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د کرونا له اړخه مړینې هم ۱۲۰ ته رسیدلي.
دغه راز په ننګرهار کې سیمه ییز مسوولین تائیدوي، چې د دې ولایت د زندان شپږ بندیان هم پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د ننګرهار شاه محمود میاخېل ړ څرګندونو له مخې؛ پر کرونا اخته کسانو ته په زندان کې د تجرید یو ځانګری مرکز په پام کې نیول شوی او پر کرونا د اخته کسانو حالت هم ښه دی.