تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته پورته شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۰, ۱۳۹۹

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کورونا ویروس ۴۰۸  مثبتې پيښې ثبت شوي، چې له دې سره د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح زیاته کړې، چې له تېرې يوې شپې او ورځې څخه په کابل کې ۱۶۲، هرات کې ۹۵، بلخ کې ۳۱، تخار کې ۲۰، خوست کې ۱۹، پروان کې ۱۹، پکتیا کې ۱۵، میدان وردګ کې ۸، لوګر کې ۷، بغلان کې ۶، دایکندي  کې ۵، غور کې ۵، پکتیکا کې ۴، کونړ کې ۴، پنجشېر کې ۳، کندوز کې ۳، کاپیسا کې ۲ او لغمان کې یوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې پر کورونا اخته درې کسان مړه شوي او ۲۳ ترې روغ شوي دي.

ډاکټرانو ویلي، چې که خلک د کرونا ویروس خطر همداسې بابیزه وګڼي؛ نو انساني ناورین پېښیدای شي.

د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې؛ په کابل کې یې پر ګرځیدو محدودیتونه ندي لیرې کړي؛ نو ځکه له ښاریانو غواړي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

Trending

Exit mobile version