تازه خبرونه

په وزیر اکبر خان جومات کې چاودنې د مولوي نیازي په ګډون دوه کسان وژلي

Published

on

نن ماښام مهال د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو چاودنې په د دې جومات د خطیب مولوي محمد ایاز نیازي په ګډون له دوه کسانو خوږ ژوند واخیست او درې نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د پېښې پخلی کړی او څرګندوي، چې دا پېښه نن ماښام ۷:۲۵ دقیقې د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې دننه رامنځته شوې ده.

آرین زیاته کړې، چې د پېښې په ځای کې د پولیسو تخنیکي ډلې یوه اندازه چاودیدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.

ولسمشرۍ مانۍ دغه پېښه په کلکه غندلې او څرګندوي، چې پر جوماتونو، تکیه خانو، روغتونونو او ملکي سیمو بریدونه د افغانستان د دښمنانو کار دی.

 

تر دې دمه کومې ډلې د برید پړه نده منلې.

 

Trending

Exit mobile version