نړۍ

په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ

د رویټرز رسنیز انځورونه شيي، چې له سپینې ماڼۍ بهر لاریون کوونکيو داسې شعارونه لېږدول، چې لیکلي یې ول: “پادشاهي نه!”، “اسرائیل ته د وسلو لېږدول ودروئ” او “عادلانه قانون غواړو”.

Published

on

په زرګونو لاریون کوونکو د شنبې پر ورځ په واشنګټن او د امریکا په نورو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرینو د جبري دیستلو، حکومتي کارمندانو د ایستلو او په غزه او اوکراین کې د جګړو په اړه د نوموړي له پالیسیو سره خپل مخالفت څرګند کړي.

د رویټرز رسنیز انځورونه شيي، چې له سپینې ماڼۍ بهر لاریون کوونکيو داسې شعارونه لېږدول، چې لیکلي یې ول: “پادشاهي نه!”، “اسرائیل ته د وسلو لېږدول ودروئ” او “عادلانه قانون غواړو”.

ځینو لاریون کوونکو د هغو کډوالو پر ملاتړ غږ پورته کړ، چې د ټرمپ ادارې شړلي یا یې د شړلو هڅه کوي.

دغه راز هغو د فډرالي حکومت لخوا د کارکوونکو د ایستلو او هغو پوهنتونونو، چې بودیجه یې د ټرمپ د ګواښونو له کبله له خطر سره مخ شوي هم د پیوستون اعلان وکړ.

سپینې ماڼۍ ته نږدې لاریون کوونکيو په داسې حال کې، چې حجابونه یې اغوستي وه؛ د فلسطین بیرق یې په لاسونو او پر غاړو یې فلسطیني دستمالونه ول؛ د ازاد فلسطین شعارونه پورته کړل او له هغو فلسطینیانو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ ، چې په غزه کې د اسرتائیلو پر بریدونو وژل کیږي.  

ځینو لاریون کوونکو داسې نښې لېږدولې، چې د اوکراین ملاتړ یې کاوه او له واشنګټن څخه یې وغوښتل، چې په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې په مخالفت کې ډېر قاطع عمل وکړي.

ټرمپ او د هغه میلیارډر ملګري، ایلان ماسک، د جنوري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راپدېخوا فدرالي حکومت ړنګ کړ؛ له ۲۰۰ زره څخه ډېر کارګران یې له دندو ګوښه  او د مختلفو ادارو د ړنګولو هڅه یې کړې ده.

حکومت په لویه کچه بهرني زده‌کونکي هم توقیف کړي او ګواښ یې کړی، چې د تنوع، مساوات او شمولیت پروګرامونو، د اقلیم نوښتونو او د فلسطین پلوه لاریونونو له کبله به پوهنتونونو ته فدرالي تمویل بند کړي. د بشري حقونو ډلو دا پالیسۍ غندلې دي.

د واشنګټن یادګار ته نږدې، لاریون کوونکو بینرونه نیولي وو چې پرې لیکل شوي وو: “کرکه هیڅکله کوم ملت لوی نه کړ” او “د ټولو لپاره مساوي حقونه ستاسو لپاره د کمو حقونو معنی نلري.”

مظاهرې په نیویارک ښار او شیکاګو او لسګونو نورو ځایونو کې هم ترسره شوې.

Trending

Exit mobile version