تازه خبرونه
په ټول افغانستان کې لوی اختر سولهییز ونمانځل شو
د دې وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ پولیس ځواکونو له نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې وکولی شول، چې د لوی اختر د ورځو امنیت ډاډمن کړي.
کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې لوی اختر په ټول هېواد کې خوندي او په سولهییزه فضا کې ونمانځل شو.
د دې وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ پولیس ځواکونو له نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې وکولی شول، چې د لوی اختر د ورځو امنیت ډاډمن کړي.
د عبدالمتین قانع په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اختر لمونځونه او نور مذهبي مراسم د هېواد په ټولو ولایتونو کې پرته له کوم امنیتي ګواښه په ډاډمنه فضا کې ترسره شول.
هغه زیاته کړې: “د پولیسو ځواکونو له هڅو او بشپړ هوډ او د خلکو پراخې همکارۍ څخه مننه، افغانستان د امنیت او ثبات په لور روان دی.”
دغه راز د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له امنیتي ځواکونو، په ځانګړي توګه پولیسو څخه د مننې تر څنګ د خلکو له همکارۍ او باور ستاینه هم وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دوامداره امنیت به د هېواد د سولې، هوساینې او پرمختګ لپاره لار اواره کړي.