تازه خبرونه

په ټګزاس کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد

رویټرز راپور ورکړی چې په ټګزاس کې د ویجاړوونکو سیلابونو له کبله د مړو شمېر د یکشنبې پر ورځ لږ تر لږه ۷۸ ته ورسېد، چې ۲۸ یې ماشومان دي؛ ځکه، چې د دوبي له کمپ څخه د ورکو شویو نجونو لټون دوام لري او د نورو سیلابونو وېره هم رامنځته شوې ده.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی؛ په تګزاس کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله د مړو شمېر تېره ورځ (یکشنبه) لږ تر لږه ۷۸ ته ورسېد، چې په کې ۲۸ ماشومان دي. په پام کې ده، چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ هم سیمې ته سفر وکړي.

رویټرز راپور ورکړی چې په ټګزاس کې د ویجاړوونکو سیلابونو له کبله د مړو شمېر د یکشنبې پر ورځ لږ تر لږه ۷۸ ته ورسېد، چې ۲۸ یې ماشومان دي؛ ځکه، چې د دوبي له کمپ څخه د ورکو شویو نجونو لټون دوام لري او د نورو سیلابونو وېره هم رامنځته شوې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قربانیانو سره خپله خواخوږي اعلان کړه او څرګندوي؛ شونې ده، چې هغه به د جمعې پر ورځ سیمې ته سفر وکړي.

د ټګزاس د بېړني مدیریت څانګې مشر نیم کیډ ویلي، چې ویجاړۍ او ځاني زیانونه رامنځته شوي دي.

ټرمپ مخکې پلانونه طرحه کړي وه، چې د طبیعي پېښو په ځواب کې د فډرالي حکومت رول کم کړي، چې ایالتونه یې ډېر بار پر غاړه اخلي.

رویټرز راپور ورکړی؛ یو شمېر کارپوهانو پوښتنه راپورته کړې، چې آیا د ټرمپ د حومت لخوا د فدرالي کاري ځواک کمول د هواپېژندنې ملي خدماتو څارنه هم اغېزمنه کړې، چې د سیلابونو د وړاندویېنې او توپان څخه دمخه په مناسب خبرداري ورکولو کې د ناکامۍ لامل شول.

ویل کیږي ، چې د نجونو یو کمپ ډېر زیانمن شوی دی.

Trending

Exit mobile version