تازه خبرونه
په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو امر پراخ وحشت رامنځته کړی
دې اقدام له یو میلیون ډېر افغانان اغېزمن کړي، چې دمخه یې له PoR کارتونو سره په پاکستان کې له ویزې پرته د ژوند کولو اجازه درلوده.
د پاکستان فډرالي حکومت د هغو افغان کډوالو پاتې کېدا ناقانونه اعلان کړې، چې ثبت شوي(PoR) کارتونه یې د جون پر دېرشمه پای ته رسېدلي دي.
دې اقدام له یو میلیون ډېر افغانان اغېزمن کړي، چې دمخه یې له PoR کارتونو سره په پاکستان کې له ویزې پرته د ژوند کولو اجازه درلوده.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ یو ځانګړی څارنیز امر (SRO) خپور کړ، چې د قانون پلي کوونکو ته د ۱۹۶۴ کال د بهرنيانو قانون له مخې د PoR لرونکي کسان ونیسي او بېرته یې وباسي. د خیبر پښتونخوا حکومت په چټکۍ عامه خبرتیا خپره کړې او په پېښور او لنډي کوتل کې یې د ټرانزیټي ساحو جوړول پیل کړل.
دې پرېکړې د کډوالو ټولنې او د بشري حقونو ډلې اندېښمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) ویلي، چې دوی د دې مسلې د قانوني او بشري پایلو په اړه ژوره اندېښنه لري او خبرداری ورکوي، چې جبري ستنېدا کولی شي د نه بېرته ستنېدا له نړیوال اصل سرغړونه وکړي.
ډېر افغانان باوري وه، چې حکومت به د کارتونو وخت وغځوي. لکه څنګه، چې یې په تېرو وختونو کې کړي وه. په جون او جولای کې د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارتونو په څو خبرتیاوو کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د لنډمهاله استوګنې کارت لرونکي کسان ونهنیسي، چې ورسره په پالیسۍ کې د بدلون هیلې زیاتې شوې.
د افغان سوداګرو مشرانو دا هڅه ناڅاپي او زیانمنه یاده کړې ده.
د افغان متحدو سوداګرو اتحادیې رییس سید نقیب بادشاه ویلي، چې شاوخوا ۴۰ زره افغان سوداګر یوازې په پېښور کې فعالیت کوي او ځینو یې په پاکستان کې له ۱ میلیارډ روپیو (۳.۵ میلیون ډالرو) څخه ډېره پانګونه کړې ده.
هغه زیاته کړې: “دا پرېکړه ناعادلانه ده. تاسې نشئ کولی له هغو خلکو څخه، چې دلته له لسیزو راپدېخوا ژوند کوي، په یوه شپه کې وتل وغواړئ.”
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي، چې اداره یې له حکومت څخه په دې اړه رڼښت غواړي.
هغه ټینګار وکړ، چې هر ډول ستنېدا باید پخپله خوښه او له نړیوالو معیارونو سره سمه ترسره شي.
له ۱.۳ میلیون څخه ډېر افغانان په ځانګړي توګه د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایلتونوکې ژوند کوي.
له هغه وخت راپدېخوا، چې اسلامآباد د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام پیل کړ؛ له ۱.۱ میلیون ډېر افغانان، چې ډېرو یې اسناد یا د افغان تابعیت کارتونه لرل، خپل هېواد ته ستانه شول.
د مهاجرت د نړیوالې ټولنې وروستي معلومات ښیي، چې له نیول کېدو وېره د کډوالو د بېرته ستنېدا اصلي دلیل دی.
تمه ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي راتلونکې اوونۍ اسلامآباد ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو، ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر او د کډوالو استازو سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړي.
تازه خبرونه
افغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په انډونيزيا کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سعدالله بلوچ د دغه هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې انډونیزيايي لوري په یادو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
تازه خبرونه
په کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره وکتل
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
چارشنبې پر ورځ(د مرغومي څلیریشتمه) کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت الله جمال سره د ګرځندوی د پراختیا او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
هغه د ورېښمو لارې په اړه هم معلومات شریک کړل او په دواړو هېوادونو کې یې د نندارتونونو پر تنظیمولو او وړتیا لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې پر مهال په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې افغانستان او چین ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
ژاو شینګ په پورته ذکر شویو برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزو تجربو شریکولو ډاډ وړاندې کړ او وایي، چې د کلتوري او ګرځندوی اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
د خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د امنیتي مسلو په اړه له “افغانستان څخه د دفاع” په خاطر پخپل وزیر اعلی سهیل افریدي نیوکه کړې ده.
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
هغه دې ته په نغوته کې وویل؛ نړیوالې ټولنې دا تشخیص هم کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د « ترهګریزو» فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي وپوښتل: «که افغانستان په ترهګرۍ کې ښکېل نهوي، نو بیا څوک ښکېل دی؟!»
د پاکستان چارواکو تل ادعا کړې، چې وسلوال په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
-
تازه خبرونه14 hours agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا14 hours agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه16 hours agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري18 hours agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ18 hours agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه19 hours agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
