سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو د چپه کېدو له کبله ۳۴ کسان مړه شول
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

پاکستانيو چارواکو د یکشنبې پر ورځ ( د وږي څلورمه ) اعلان وکړ، چې د پاکستان په شمال ختیځ او سویل لویدیځ کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو په ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
له دغو بسونو څخه یو یې له ایران څخه پنجاب ته زیارتکوونکي لېږدول، چې له ټکر وروسته کندې ته وغورځېد.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې په یوه مسافر وړونکي بس کې شاوخوا ۷۰ زیارتکوونکي سپاره ول، چې ډېري یې د لاهور او ګوجرانواله اوسېدونکي وه.
د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې په دې پېښه کې اووه ټپي کسان روغتون ته وړل شوي او د لږ تر لږه ۱۱ کسانو مړي هم موندل شوي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دواړو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د چارشنبې پر ورځ هم په ایران کې د پاکستانيو زیارتکوونکیو یو مسافر وړونکي بس چپه شوی و، چې له کبله یې ۲۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان ول.
سیمه ییز خبرونه
لاوروف پر سیمهییزو امنیتي او بېلابېلو مسلو د خبرو لپاره ازبکستان ته ځی
تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ تمه ده، چې لاوروف به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره بحث او خبرې وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به روانه اوونۍ د ازبکستان له حکومتي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، یوریشیا ادغام او د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د اتیایمې کلیزې لپاره پر چمتووالي خبرې وکړي.
تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ تمه ده، چې لاوروف به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره بحث او خبرې وکړي.
زاخارووا وایي، چې “دواړه خواوې به د متقابلو ګټو، اوسنیو نړیوالو مسلو، سیمهییزو امنیتي مسلو، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو، شانګهای همکاریو ټولنې، مرکزي آسیا- روسیې، د مسکو او تاشکند د چلندونو ترمنځ پر نږدېوالی او همکاریو بحث وشي.”
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په تېر ډسمبر کې له (CIS) مشرانو سره د خپلو غونډو په بهیر کې دوی ته بلنه ورکړه، چې په مسکو کې د بریا د ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې د می پر نهمه ترسره شي.
همدارنګه، د ۱۹ ملګرو هېوادونو نظامي واحدونو ته بلنه ورکړ شوې، چې د سره چوک په پوځي ننداره کې برخه واخلي. د دې هېوادونو نوملړ تر دې دمه ندی خپور شوی؛ خو ازبک سرتېرو پېنځه کاله دمخه په هېوادنۍ جګړې کې د بریا د پېنځه اویایمې کلیزې پر مهال په سره چوک کې لاریون وکړ.
ازبکستان په دودیزه توګه د بریا د ورځې ډېری جشنونه او کمپاینونه ترسره کوي.
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی؛ مسکو او تاشکند “جوړونکې، درناوي وړ او متقابلې ګټورې اړیکې لري، چې د دوستۍ، حاکمیت، مساوات او د یو بل ګټو ته د درناوي پر بنسټ ولاړې دي.”
دواړه خواوې په فعاله توګه په سوداګرۍ، انرژۍ، ساینس او بشري چارو کې همکاري کوي.
دوی به کاري مهاجرانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه، چې شاوخوا ۱.۱میلیون ازبک وګړي د روسیې په بېلابېلو سکټورونو کې کار کوي.
د تاس د راپور له مخې، په خبرو اترو کې به د افغانستان موضوع هم وي؛ ځکه، چې د دواړو هېوادونو لپاره یوه اړینه موضوع ده.
تمه ده، چې په سمرقند کې لاوروف له ازبک چارواکو سره د لیدنو په لړ کې پر نورو سیمهییزو او نړیوالو مسلو هم خبرې وشي.
سیمه ییز خبرونه
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پهالګام په اړوند سیمه کې دا برید وغانده او ژمنه یې وکړه، چې بریدګر به عدالت ته راکاږل شي.

د هندي پولیسو یوه لوړپوړي افسر ویلي؛ د سېشنبې پر ورځ (د غویی دوهیمه) وسلوالو په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې کړي، چې له کبله یې له ۲۰ ډېر کسان ووژل شول، چې په تېر کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې تر ټولو ناوړه برید یاد شوی دی.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پهالګام په اړوند سیمه کې دا برید وغانده او ژمنه یې وکړه، چې بریدګر به عدالت ته راکاږل شي.
د ګرځندویانو وه لارښود ویلي، چې هغه د ډزو له اورېدو وروسته د پېښې ځای ته ورسید او ځینې ټپیان یې پر آسونو ولېږدول.
پهالګام، چې له سرینګر ښار څخه شاوخوا ۹۰ کیلومټره لرې دی؛ د مسلمان میشتو یو زړهراکښونکی سیاحتي ځای دی، چې د دوبي په موسم کې زرګونه سیلانیان راجلبوي.
“کشمیري مقاومت” نومې یوې لږ پېژندل شوې وسلوالې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی. دې ډلې په دې اړه نارضایتي څرګنده کړې، چې له ۸۵ زره څخه ډېر بهرنيان په سیمه کې میشت شوي، چې د دې سیمې په “ډیموګرافیک جوړښت کې د بدلون” لامل شوي دي.
دا برید یوازې یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې مودي د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره ولیدل، چې هند ته په څلور ورځني سفر دی.
د کشمیر پخواني وزیر اعلی عمر عبدالله دا برید په وروستیو کلونو کې پر ملکي وګړو تر ټولو لوی برید وباله او ویې ویل: “د دې جرم مرتکبین هغه حیوانات دي، چې له انسانیت او رحم مستحق ندي.”
د هند د کورنیو چارو وزیر آمیت شاه هم اعلان کړی، چې هغه به د پېښې ځای ته سفر وکړي او وایي: “د دې بزدلانه ترهګریز برید مرتکبین به بې سزا پاتې نشي او له سختې سزا سره به مخ شي.”
د یوشمېر راپورونو له مخې ؛ په دې وسلوال برید کې لږترلږه ۲۶ کسان وژل شوي او ګنشمېر نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ چین ته سفر کوي
تېره اوونۍ مسکو ته په سفر کې عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي وه، چې تهران تل د اټومي مسلې په اړه له خپلو روسیې او چینایي ملګرو سره نږدې مشورې کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د سېشنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو اترو له درېیم پړاو خبرو څخه مخکې، چې د شنبې پر ورځ په عمان کې ترسره کیږي؛ چین ته سفر کوي.
تېره اوونۍ مسکو ته په سفر کې عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي وه، چې تهران تل د اټومي مسلې په اړه له خپلو روسیې او چینایي ملګرو سره نږدې مشورې کوي.
اسماعیل بقايي وایي: “دا طبیعي ده، چې مونږ به د ایران او امریکا د غیر مستقیمو خبرو اترو د وروستیو بدلونونو په اړه له چین سره مشوره وکړو او په دې اړه معلومات وړاندې کړو.
هغه زیاته کړې، چې بیجینګ کولی شي په دې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.
د ایران او امریکا د اوږدې مودې دښمنانو د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام محدودولو لپاره داسې خبرې اترې پیل کړې، چې د لویدیځ د څرګندونو له مخې د اټومي وسلو د پراختیا لپاره چمتو دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون د دوشنبې پر ورځ د عراقچي د راتلونکي سفر په اړه ویلي: “چین او ایران په ټولو کچو او بېلابېلو برخو کې تبادلې او اړیکې ساتلي دي. د یاد شوي ځانګړي سفر په اړه زه اوسمهال د وړاندې کولو لپاره هیڅ معلومات نلرم.”
تهران له اوږدې مودې راپدېخوا دا ډول تورونه رد کړي او په بدل کې یې د امریکا د هغو بندیزونو لرې کول غواړي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لومړۍ دورې (۲۰۱۷-۲۰۲۱) په بهیرکې لګول شوي وه او د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه وتلی دی.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
تازه خبرونه4 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
سوداگري2 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه2 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ