تازه خبرونه

په پاکستان کې د شانګهای دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د مشرانو درویشتمه غونډه په پاکستان کې پیل شوه؛ د ایران، چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هند د لومړۍ او دوه‌یمې درجې چارواکو ګډون کړی دی.

Published

on

په دې غونډه کې د دې ټولنې غړیو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکو ګډون کړی، چې په کې د امنیت او سوداګرۍ په اړه پر سیمهییزو همکاریو خبرې کېږي؛ افغانستان د څارونکي غړي په توګه بلل شوی ندی؛ خو اسلامي امارت وايي، هڅه کوي د دې ټولنې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ کابل د شانګهای همکاریو ټولنې له ګڼو غړیو سره د ځانګړو میکانیزمونو پر بنسټ دوه اړخیزې اړیکې لري، نو له همدې کبله هڅه کوي په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي.

د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د مشرانو درویشتمه غونډه په پاکستان کې پیل شوه؛ د ایران، چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هند د لومړۍ او دوه‌یمې درجې چارواکو ګډون کړی دی.

په دې غونډه کې به د امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېریال، ټولنیزو اړیکو او فرهنګي اړیکو په برخو کې د همکاریو او همدارنګه د دغه سازمان د بودجې په اړه خبرې وشي.

د پاکستان لومړي وزیر سلاکار عقیل ملیک وایي: زما په اند د شانګهای همکاریو سرمشریزه د سترو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یوه ښه هڅه ده. دا زمونږ د مشترکاتو د موندلو او په سیمه کې د امنیت، ثبات او اقتصاد د ښه کولو لپاره یوه لار هم ده. دا ټول کولی شي د سیمه‌ییز ثبات ترلاسه کړي او د دې ټولنې غړي کولی شي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي او دې موخو ته ورسیږو.

دغه غونډه، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې جوړه شوې وه؛ له درې ورځو راپدېخوا په اسلام‌آباد کې ښوونځي او کاروبارونه تړلي دي.

افغانستان د دې ټولنې څارونکی غړی دی.

د پاکستان چارواکو ويلي، چې له تېرو درې کلونو راپدېخوا په دې ټولنه کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی دی.

اسلامي امارت، چې په دې غونډه کې له ګډون پاتې شوی؛ هڅه کوي، چې په راتلونکیو غونډو کې فعال حضور ولري.

د اسلامي امارت مرستیال د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي: کابل د شانګهای د همکاریو ټولنې له ګڼو غړیو سره د ځانګړو میکانیزمونو پر بنسټ دوه اړخیزې اړیکې لري؛ نو له همدې کبله هڅه کوي، چې په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي.

دغه غونډه، چې د سختو امنيتي تدابيرو تر سيوري لاندې جوړه شوې؛ په اسلام‌آباد کې د درې ورځو لپاره ښوونځي او کاروبارونه ودرول شول.

Trending

Exit mobile version