Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

خپور شوی

د

په پاکستان کې د مالونو لېږدوونکو او د تېلو ټانکرونو ټولنو اعلان کړی، چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدا وروسته به د شنبې له ورځې سراسري اعتصاب پیل کړي.

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

هغه ویلي، د مالونو لېږدوونکي، د خوراکي توکو او تېلو ټانکرونه، لارۍ، ټریلرونه او نور د ښارونو ترمنځ د مالونو لېږدوونکي موټرونه به خپل خدمات ودروي.

د چودري د څرګندونو له مخې، دا به یوازې سمبولیک اعتصاب نه‌وي، بلکې تر هغې به روان وي، چې د لېږدوونکو غوښتنې ونه منل شي.

هغه زیاته کړې، چې د مالونو لېږدوونکي موټرونه له مخکې له سړکونو ایستل شوي او په ټاکل شویو ځایونو کې درول شوي دي.

د دغو ټولنو له مهمو غوښتنو څخه په ټول پاکستان کې د موټرو د محورونو د وزن د محدودیتونو یو شان پلي کول، د ډیزلو او سړکونو د مالیاتو کمول او د تکلیفي مالیې کمول دي.

لېږدوونکي همدارنګه د موټرو د ضبط په اړه د ګمرکي ځینو مقرراتو د لغوه کولو، پر سوداګریزو موټرو د جریمو د محدودولو او د درندو موټرو د موټرچلوونکو د جوازونو د ورکړې د بهیر د آسانه کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د اړیکو وزیر ژمنه کړې، چې د لېږدوونکو غوښتنې به وڅېړي او د خبرو بل پړاو به د دوشنبې پر سهار ترسره شي.

د لېږدوونکو ټولنې ټینګار کړی، چې تر هوکړې پورې به اعتصاب کوي.

دغه اقدام ښايي په ټول پاکستان کې د مالونو لېږد او سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

سیمه ییز خبرونه

پر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

Published

on

سعودي پر ایران پلوه یمني حوثي غورځنګ تور لګولی، چې د مکې پر لور یې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید هڅه کړې او دغه سپېڅلی ښار یې« سره کرښه» بللی؛ خو حوثیانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

د راپور شوي پېښې په غبرګون کې د څو هېوادونو او د اسلامي همکاریو ټولنې له‌خوا غندنې شوې دي. دې ټولنې ویلي، پر سپېڅلو ځایونو د برید هره هڅه د دغو ځایونو له حرمت څخه سرغړونه ده.

د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي ویلي، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د مکې د پر نښه کولو لپاره د حوثیانو دوه‌یمه ادعا شوې هڅه ده. په ۲۰۱۷ز. کال کې هم د مکې پر لور بالسټیک توغندی توغول شوی و.

دا پېښه په  داسې وخت کې رامنخته کیږي، چې سعودي په سیمه کې د پراخې جګړې له کبله له بیاځلي امنیتي فشارونو سره مخ دی. د راپور له مخې، حوثیانو پر سعودي تاسیساتو او په سره بحیره کې پر بېړیو هم بریدونه کړي دي.

سعودي د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې ترکیه او پاکستان

له ترکیې او پاکستان سره د سعودي اعلان شوې دفاعي همکاري د دې راپور شوې پېښې په غبرګون کې نه‌ده فعاله شوې.

د ترکیې او پاکستان چارواکو اسوشیټېډ پرس ته ویلي، ریاض تر اوسه د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې.

یوه ترکي چارواکي ویلي، د دې ائتلاف د عملي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره اوس هم ځینې چارې باید بشپړې شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د راپور شوي برید غندنه کړې او وایي، پاکستان او سعودي« اوږه پر اوږه» ولاړ دي.

د سعودي یوه جنګي الوتکه مو نسکوره کړې حوثیان

حوثیانو ادعا کړې، چې د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف یوه «اف-۱۵» جنګي الوتکه یې د یمن د مرکزي مآرب ولایت په فضا کې نسکوره کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند برید جنرال یحیی سریع د ادعا شوې پېښې د وخت په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي. اسوشیټېډ پرس ویلي، چې په خپلواکه توګه یې د دغې ادعا د کره‌والي پخلی نه‌دی کړی.

امریکايي چارواکو ویلي، واشنګټن اوس‌مهال نه‌غواړي په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ حوثیانو څرګنده کړې، چې نه‌غواړي له امریکا سره جګړه وکړي. د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم ویلي، واشنګټن له سعودي او حوثیانو دواړو سره اړیکې لري.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته تللی او تمه ده، چې په خبرو کې به د سیمې جګړه او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ هم تر بحث لاندې راشي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

عربي هېوادونو له ایران سره غونډه لغوه کړه؛ حوثیانو بیا پر سعودي عربستان برید وکړ

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

Published

on

د خلیج عربي هېوادونو هغه غونډه له ایران سره لغوه کړې، چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه ترسره شي او هم‌مهاله د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان نوی برید کړی دی. دا نښتې د دې لامل شوي، چې د منځني ختیځ جګړه نورو سیمو ته وغځیږي او د نړۍ د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې شي.

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د الوتکو تمځایونه، رادارونه، د هوايي ډګر د الوتنو پټلۍ او د مهماتو زېرمې یې پر نښه کړي دي.

حوثیانو ویلي، دا برید په وروستیو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي عربستان د سلګونو هوايي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

سعودي چارواکو هم ویلي، چې په خمیس مشیط او درې نورو جنوبي ښارونو کې د لنډ مهال لپاره امنیتي خبرداري ورکړ شوی دی. دغه سیمې مخکې هم د حوثیانو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.

حوثیانو تېره اوونۍ په یمن کې خپل بریدونه او پرمختګونه چټک کړل او د جمعې پر ورځ یې د سره سمندرګي په خوله کې یو مهم ټاپو هم ونیولی و.

دغه راز پر همدې ورځ په یوه بل برید کې د سعودي عربستان هغه د تېلو نل‌لیکه زیانمنه او له کاره لوېدلې، چې تېل د هېواد له ختیځ څخه لویدیځ ته لېږدوي. دغه نل‌لیکه د تېلو د لېږد لپاره ډېره مهمه ده. سعودي عربستان ایران د خپلو سیمه‌ییزو ملاتړو ډلو له لارې د دې برید مسوول بولي.

د تېلو بیې لوړې شوې

د دوشنبې پر ورځ د تېلو بازارونو له پرانیستل کېدو وروسته د اومو تېلو بیې له درې سلنې ډېرې لوړې شوې.

سوداګر وايي، که د سعودي عربستان د تېلو نل‌لیکه په څو ورځو کې بېرته فعاله نه‌شي، ښايي د نړۍ د تېلو شاوخوا څلور سلنه عرضه له بازار څخه ووځي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د نل‌لیکې ځینې برخې د اورلګېدنې له کبله زیانمنې شوې دي.

سعودي عربستان تر دې دمه نه‌دي ویلي، چې د نل‌لیکې رغول او بېرته فعالول به څومره وخت ونیسي.

ټاکل شوې وه، چې عمان د دوشنبې پر ورځ د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي. د دې غونډې موخه د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا په اړه خبرې اترې وې؛ دغه تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره د هڅو له کبله دغه غونډه ځنډول شوې ده. ایران ویلي، چې د غونډې د ځنډ غوښتنه سعودي عربستان کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی

د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.

Published

on

د بېړیو د څارنې لومړني معلومات ښيي، چې د روانې اوونۍ په پای کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.

دغه راز یوه بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدا پر مهال د ناڅرګند توغندیز برید سره مخ شوې ده.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، چې تر اوسه د بېړۍ د عملې وضعیت، د اوښتو زیانونو کچه او د دې پېښې احتمالي پایلې نه‌دي معلومې.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو څخه دی.

د ایران د جګړې له پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې او د نړۍ د اومه تېلو او مایع ګاز د ورځنۍ عرضې شاوخوا ۲۰ سلنه له همدې لارې لېږدېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!