Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د نښتو له کبله ۲۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

د پاکستان پوځ ویلي، چې د شنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د وسلوالو نښتو له کبله ۶ پاکستاني پوځیان او ۲۲ وسلوال وژل شوي دي.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نښتې د وزیرستان په اړوند درې سیمو کې د پوځیانو لخوا له عملیاتو وروسته رامنځته شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی، چې د دوی جنګیالیو پر یوه امنیتي پوسته په برید کې پوځیان وژلي دي.

تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې خپل بریدونه پر امنیتي ځواکونو زیات کړي دي.

سیمه ییز خبرونه

امریکا عادلانه خبرو ته چمتو نده – تهران

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د نویو خبرو اترو د امکان په اړه یوه نغوته وکړه؛ خو ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د واشنګټن وروستۍ تګلاره د رغنده ډیپلوماسۍ پر ضد ده.

Published

on

د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې یو ځل بیا راپورته شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د امریکا اوسنی چلند ښیي، چې واشنګټن “عادلانه او برابرو خبرو ” ته لازم چمتو نلري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د نویو خبرو اترو د امکان په اړه یوه نغوته وکړه؛ خو ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د واشنګټن وروستۍ تګلاره د رغنده ډیپلوماسۍ پر ضد ده.

د اټومي خبرو د بیا پیلولو هڅې له هغې وروسته ودرول شوې، چې اسرائیلو د روان کال په جون کې د ایران دننه پر اټومي اهدافو برید وکړاو بیا ورسره د امریکا بریدونه هم مل شول.

امریکا، اروپايان او اسرائیل پر تهران تور لګوي، چې د وسلو د تولید وړتیا ترلاسه کولو لپاره یې خپل اټومي پروګرام پټ کړی؛ خو ایران تل ټینګار کړی، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې تهران او واشنګټن پېنځه پړاوه غیر مستقیمې خبرې اترې کړې وې؛ خو د ایران د یورانیمو د غني کولو په څېر اختلافونه، چې امریکا یې درول غوښتل، خبرې ودرولې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ” تر برید لاندې نړیوال قانون ” تر سرلیک لاندې په یوه کنفرانس کې وویل: “امریکا د خبرو په میز کې هغه څه نشي ترلاسه کولی، چې په جګړه کې یې ندي ترلاسه کړي.”

هغه زیاته کړې: “ایران تل د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی؛ خو د هغو خبرو اترو لپاره نه، چې د بل تر اغېز لاندې وي.”

دغه راز په دې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید خطیب زاده واشنګټن تورن کړ، چې “د خبرو بهیر پر ننداریز کولو” هغه اهداف ترلاسه کول غواړي، چې امریکا یې د جګړې پرمهال لټه کوله.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو میز ته راستنېدا به یوازې هغه وخت شونې وي، چې امریکا “رښتینی، له درناوي ډک او برابر ” چلند غوره کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران له امریکا سره د سوله‌ییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده ویلي، چې تهران غواړي له امریکا سره سوله‌ییز اټومي تړون ته ورسیږي؛ خو ټینګار کوي، چې د ایران ملي امنیت د خبرو اترو وړ ندی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب‌زاده د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ ایران غواړي له امریکا سره د روان اختلاف د حل لپاره “سوله‌ییزې” اټومي هوکړې ته ورسیږي؛ خو خپل ملي امنیت به له زیان سره مخ نکړي.

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده ویلي، چې تهران غواړي له امریکا سره سوله‌ییز اټومي تړون ته ورسیږي؛ خو ټینګار کوي، چې د ایران ملي امنیت د خبرو اترو وړ ندی.

هغه دا څرګندونې د ابوظبي په دولسم سټراتیژیک ډیالوګ کې کړي او څرګندوي، چې واشنګټن د منځګړو هېوادونو له لارې تهران ته د اټومي مذاکراتو په اړه متضاد پیغامونه رالېږي.

د خطیب زاده د څرګندونو له مخې: د جون په میاشت کې د ایران او اسرائیل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې امریکا هم په کې د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو برید وکړ؛ اټومي مذاکرات پر ټپه درېدلي دي.

ایران او امریکا د اټومي تړون په اړه پېنځه نامستقیمې خبرې کړې دي؛ خو د یورانیمو غني کولو او تفتیشونو په اړه اړوند اختلافات پخپل حال پاتې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: “ایران د اټومي بم جوړولو هڅه نه‌کوي او چمتو دی، چې نړیوالې ټولنې ته په دې برخه کې ډاډ ورکړي. مونږ پخپل کورني اټومي پروګرام ویاړو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ستر رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي تېره اوونۍ یو ځل بیا تر فشار او ګواښونو لاندې له امریکا سره خبرې رد کړې او څرګندوي، چې تهران به یوازې د متقابل درناوي په فضا کې خبرې وکړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په اسلام آباد کې له محکمې بهر موټر بم مرګ او ژوبله رامنځته کړه

د پاکستان د (PTV) د راپور له مخې؛ ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د محکمې ناستې ته راغلي وه. چاودنې له محکمې بهر ولاړو څو پارک شوي موټرهم زیانمن کړل.

Published

on

د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د سې‌شنبې پر ورځ( د لړم شلمه) له یوې محکمې بهر یو موټر بم زوروره چاودنه رامنځته کړه، چې په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي،

د پاکستان د (PTV) د راپور له مخې؛ ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د محکمې ناستې ته راغلي وه. چاودنې له محکمې بهر ولاړو څو پارک شوي موټرهم زیانمن کړل.

عیني شاهدانو له چاودنې وروسته د پېښې صحنې بیان کړي دي؛ د پولیسو او طبي کارکوونکو په ګډون د بېړنيو مرستو ډلو ټپیان نږدې روغتونونو ته ولېږدول.

چاودنې کړکۍ ماتې کړې او ټوټې یې پر سړکونو خپرې شوې.

د اسلام‌آباد پولیسو تر اوسه پورې په دې اړه بشپړ معلومات ندی خپاره کړي؛ خو تائیدوي، چې څېړنې روانې دي. چارواکو سیمه محاصره او امنیتي پرسونل یې ځای پر ځای کړي دی، په داسې حال کې، چې عدلي ډلې د پېښې ځای ارزوي.

تر دې دمه هیڅ ډلې یا چا د برید مسوولیت ندی منلی.

چارواکو ویلي؛ د اسلام‌آباد پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او استخباراتي ادارو یوه ګډه ډله د چاودنې په اړه څېړنه کوي، چې د چاودنې لامل معلوم کړي او مسوول کسان وپېژني.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د اسلام‌آباد په ګډون په ټول پاکستان کې امنیتي پېښو خلک اندېښمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!