سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د نښتو له کبله ۲۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د پاکستان پوځ ویلي، چې د شنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د وسلوالو نښتو له کبله ۶ پاکستاني پوځیان او ۲۲ وسلوال وژل شوي دي.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نښتې د وزیرستان په اړوند درې سیمو کې د پوځیانو لخوا له عملیاتو وروسته رامنځته شوې دي.
تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی، چې د دوی جنګیالیو پر یوه امنیتي پوسته په برید کې پوځیان وژلي دي.
تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې خپل بریدونه پر امنیتي ځواکونو زیات کړي دي.
